پل علم (پژواک، ٨ وری ۹۸): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې به سلو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي چې ورسره به په دغه برخه کې تر ډېره د زده کوونکو ستونزې هوارې شي.
دغه څرګندونې د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب د وري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې تېر کال دوى د مسلکي ښوونکو د کموالي، د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي او د کتابونو د کمښت په برخو کې خپلې ستونزې له وزارت سره شريکې کړې وې.
ده زياته کړه چې د پوهنې وزارت له ژمنې سره سم به سږکال په ټول لوګر کې سلو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي.
دى وايي: ((د دغو ودانيو په جوړېدو سره به تر ډېره د شاګردانو مشکلات حل شي او موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې سږکال به د پوهنې په برخه کې ډېر مثبت تغييرات ولرو.))
د عرب په وينا، د پوهنې بهير د پياوړتيا په موخه به د څارنې او ارزونې ډلې هم پر دندو وګومارل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږکال په دغه ولايت کې ٣٥ ښوونځي نوي تاسيس شوي او ١٤ منځينو ښوونځيو لېسې ته ارتقاع کړې ده.
د پوهنې رياست وياند زياتوي چې د سږکال لپاره به نږدې ٢٣ زره ماشومان ښوونځيو ته جذب کړاى شي.
ده وويل: ((پوهنه يو غير سياسي بهير دى، موږ د جګړو له ښکيلو غاړو غواړو چې خپل جنګي مرکزونه له ښوونځيو څخه لرې وساتي.))
دغه راز د مرکز پل علم د هارون خېلو منځني ښوونځي زده کوونکي زبير احمد پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى ودانۍ نه لري.
هغه وايي: ((احاطه نشته دى، صنفونه نشته دي، هم د باد او باران په ورځ مکتب رخصت وي او هم شاګردان د درس په وخت کې د ارامش احساس نه کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن