ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د روشن مخابراتي شرکت يوه نمايندګي وتړل شوه

په کابل کې د روشن مخابراتي شرکت يوه نمايندګي وتړل شوه

author avatar
28 Mar 2019 - 17:34
په کابل کې د روشن مخابراتي شرکت يوه نمايندګي وتړل شوه
author avatar
28 Mar 2019 - 17:34

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٨): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د کابل په ده افغانانو سيمه کې د روشن مخابراتي شرکت يوه نمايندګي وتړل شوه.

د دغه وزارت وياند ساير ځلاند د و ري په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي نن په کابل کې د غير راجستر شويو سيمکارتونو د ټولولو کمپاين پيل کړ.

هغه زياته کړه، د دې کمپاين پر مهال د زرګونه غير مجوز سيمکارتونو تر لاسه کولو ترڅنګ يې د غېر راجستر سيمکارتونو د بالفعل خرڅلاو له امله په ده افغانانو کې د روشن مخابراتي شرکت نمايندګي مهرو لاک کړه.

د نوموړي په وينا، اريوبی د دې تر څنګ د  MTN، اتصالات او افغان بېسیم شرکتونو نمایندګيو ته د غير راجستر سيمکارتونو په اړه جدي سپارښتنه وکړه چې د غير راجستر سيمکارتونو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي.

دى وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رسمي مکتوبونو له لارې په قاطعيت سره يادونه کړې وه چې له دې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته په هېڅ صورت په غيرمجوز توګه د سيمکارتونو پلور د منلو وړ نه دی.

ځلاند وويل، شرکتونه بايد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې له خوا د جوړې شوې کړنلارې له مخې سيمکارتونه توزيع کړي او د تخلف په صورت کې به له توصيې او جريمې وروسته د سيمکارت پلورنې د اړوند شرکت د جواز لايسنس لغوه کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د لسګونه سيمکارت پلورونکو څخه د سيمکارتونو ټولونې تر څنګ هغوی ته توصيه وکړه چې په راتلونکي کې په غير مجوز توګه سيمکارتونه ونه پلوري او د خپلو خلکو او هېوادوالو د ژوندانه د مصؤونيت په برخه کې ونډه ادا کړي.

د وزارت وياند وويل، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزات د دې تر څنګ په ټولو ولايتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو ته هدايت ورکړی چې د اترا ادارې ولايتي مسوولينو د امنيتي بنسټونو په همکارۍ ټول غير مجوز سيمکارتونه راټول کړي او که د وزارت هر کارکوونکی په دې برخه کې غفلت وکړي، له دندې به لرې کړل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولايتي رياستونه مکلف دي چې د اړوندو مواردو د موجوديت په صورت کې د اړوند شرکت د فروشاتو ياده نمايندګي د اترا ادارې او امنيتي نهادونو په همکارۍ مهرو لاک کړي.

د يادولو ده چې د غير راجستر سيمکارتونو د پلورونکو د بانډ په شکل کار کوي چې د کمپاين له پيل سره يې له ډېرو سيمو سيمکارتونه ټول کړي، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هوډ لري چې نور د دغې پديدې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او د خلکو د ژوند او هوساينې په موخه د غير راجستر سيمکارتونو د خرڅلاو مخه ونيسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.