ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کونړ کې د داعش مرکزونو شتون ګاونډیو ولایتونو ته ګواښ دی”

“په کونړ کې د داعش مرکزونو شتون ګاونډیو ولایتونو ته ګواښ دی”

author avatar
28 Mar 2019 - 20:05
“په کونړ کې د داعش مرکزونو شتون ګاونډیو ولایتونو ته ګواښ دی”
author avatar
28 Mar 2019 - 20:05

کابل (پژواک، ۸ وری ۹۸): د هېواد ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په کونړ کې د داعش ډلې  د مرکزونو د شتون خبره کوي او وايي، که په یاد ولایت کې د دې ډلې د فعالیت مخه و نه نیول شي، دا ډله به ګاونډیو ولایتونو ته هم ګواښ پېښ کړي.

نن د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو لسګونو اوسېدونکو په کابل کې یوې ناسته کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي حضرت علي وویل: ((داعش ډله د کونړ په اتو ولسوالیو کې فعالیت کوي او قول اردو ته ورته د هغوی یو ستر مرکز د څوکۍ ولسوالۍ په چلس سیمه کې له تېرو څلورو میاشتو راهيسې فعالیت لري او کوم کسان چې دې ډلې ته جذب شوي، د ځینو بهرنیو کسانو له لوري په دې مرکز کې روزل کېږي.))

هغه زیاته کړه چې دا ډله د کونړ په دره مزار، دره پیچ او دره نور کې فعالیت لري او که مخنیوی یې و نه شي، لغمان، نورستان او بدخشان ولایتونه به هم له ګواښ سره مخ کړي.

د هغه په خبره، که د داعش د فعالیت مخه ډب نه شي، له طالبانو سره د سولې بهیر له بریالیتوب وروسته ښايي یو شمېر طالبان له داعش سره یوځای شي.

هغه ادعا وکړه: ((ټولو حکومتي چارواکو ته جوته ده چې د کونړ او ننګرهار ولایتونو ته د داعش ډلې په لېږد کې څوک ښکېل دي، همدا کسان د نشه توکو او چارتراش لرګیو په قاچاق او ځینو نورو مواردو کې لاس لري، که مخه یې و نه نیول شي، نو داعش به د ننګرهار د شینوارو سیمې په څېر کونړ کې هم خلک قتل عام کړي.))

حضرت علي وویل چې د ختیځو ولایتونو سلګونه اوسېدونکي چمتو دي څو د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له داعش سره جګړه وکړي؛ خو له پرله پسې اړیکو وروسته بیا هم حکومت په کونړ کې د داعش ډلې ځپلو لپاره لاس په کار شوی نه دی.

هغه همداراز نننۍ ناسته کې د ننګرهار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: ((د نوي والي صاحب په راتګ، سره له دې چې نوموړی فاسد انسان نه دی؛ خو امنیتي وضعیت نور هم خراب شوی او هره ورځ په جلال آباد کې جنايي جرمونه ترسره کېږي.))

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ننګرهار کې دې د نامسوولو وسله والو کسانو د پېژندنې او نیولو لپاره لاس په کار شي، ځکه همدا کسان په اختطاف، وژنو، وسله والو غلاوو او نورو جنایي جرمونو کې ښکېل دي او ټول یې پېژنې.

د نورستان ولایت یو مخور محمد نوروز په نننۍ غونډه کې په کونړ کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل، که د دې ډلې پر وړاندې اړین ګام پورته نه شي، په  ختیځو ولایتونو کې امنیت ټینګېدای نه شي.

هغه زیاته کړه چې د یادو ولایتونو مشرانو په کونړ کې د داعش ډلې د مرکز شتون موضوع څو ځله د کونړ له سیمه ییزو مسوولینو او په کابل کې له چارواکو سره شریکه کړې ده، خو تر اوسه د هغوی د ځپلو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه: ((خلک اندېښمن دي چې ګواکې ډاعش ډله به د ننګرهار شنیوارو سیمې په څير چې هلته یې پر ماشومانو، ښځو او سړیو رحم و نه کړ، هغوی سره به هم ورته چلند وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.