ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار د درېیمې حوزې د امر په ګډون ۱۶ پولیس وژل شوي

د غزني ښار د درېیمې حوزې د امر په ګډون ۱۶ پولیس وژل شوي

author avatar
29 Mar 2019 - 09:36
د غزني ښار د درېیمې حوزې د امر په ګډون ۱۶ پولیس وژل شوي
author avatar
29 Mar 2019 - 09:36

غزني ښار (پژواک، ٩ ورى ٩٨): په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د درېيمې حوزې د امر په ګډون ١٦ پوليس وژل شوي دي.

په غزني کې يوې امنيتي سرچينې د وري په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د ده خدايداد په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او پوسته هم طالبانو نيولې ده.

ده زياته کړه: ((کله چې د درېيمې حوزې امر لومړي څارن مجيب الرحمن محمدي غوښتل د يادو پوليسو مرستې ته ورشي، په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ شوى چې خپله مجيب الرحمن او لس نور پوليس هم وژل شوي دي.))

د غزني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د غزني د مرکز په ده خدايداد سيمه کې يوه پوسته نيولې چې په ترڅ کې یې شپږ پوليس وژل شوي او يو بل نيول شوى دى.

دى وايي چې وروسته طالبانو پر مرستندوی ځواکونو هم بريد کړى چې په ترڅ کې یې لس پوليس وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دغه بريد کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو د وسله والو طالبانو د بريدونو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.