ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی

طالبانو د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی

author avatar
29 Mar 2019 - 11:59
طالبانو د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی
author avatar
29 Mar 2019 - 11:59

فیض اباد (پژواک، ۹ وری ۹۸): د بدخشان حکومتي مسوولین وايي چې تېره شپه طالبانو د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه یوولس بجې له څو لورو د ارغنجخواه ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړل او جګړه لا هم روانه ده.

هغه زیاته کړه چې په دې جګړه تر اوسه پورې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

نوموړي وویل چې په دې جګړه کې مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو له کره شمېرې یې معلومات نه لري.

د هغه په خبره چې کومکي ځواکونو د بهارک له ولسوالۍ د ارغنجخواه پر لور حرکت کړی دی.

طالبان هم دغه جګړه تاییدوي.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې تېره شپه یې د الخندق عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو شپږ پوستې نیولې دي.

هغه ادعا کوي چې په دې پېښه کې د قوماندان ضابط ذبیح په ګډون پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي، څلور کسان ټپیان شوي او یو یې نیولی دی.

مجاهد دغه راز ویلي چې په دې جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.