ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

سرپل کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

author avatar
29 Mar 2019 - 15:15
سرپل کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي
author avatar
29 Mar 2019 - 15:15

سرپل (پژواک، ۹ وری ۹۸): په سرپل کې ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تېره شپه د تېز باران او سېلابونو راوتلو په پایله کې د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو ۱۳۰ کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ کړي دي.

د نوه کي، سلطان غجر، عرب جدید، لودین خېل، حسن بېک او بلغلي کلي تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

د یادو کلیو اوسېدونکو پر حکومت د نیوکې تر څنګ وايي چې هر کال له یوه ځانګړي ځایه سېلابونه د دوی کورونه ویجاړوي، سره له دې چې څو ځلې یې حکومت په ځانګړې توګه د سرپل ولایت مقام ته په دې اړه مراجعه کړې خو بیا هم دغه ستونزه پر خپل حال پاتې ده.

د سرپل د والي مرستیال عبدالملک عظیمي چې یادو کلیو ته تللی و پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه په دې سیمو کې د سېلابونو د ویجاړیو په اړه دقیقه سروې نه ده شوې خو د خلکو کورونه ویجاړ شوي او ډېری کرنیزې ځمکې یې له منځه تللې دي.

عظیمي زیاته کړه چې دمګړۍ د حکومت له خوا خلکو یوازې وچه ډوډۍ وېشل شوې خو له پېښو سره د مبارزې نورې مرستې له زیانمنو سره تر غونډې وروسته وېشل کېږي.

د هغه په خبره چې تر اوسه له تلفاتو کره معلومات په لاس کې نه لري خو د سیداباد په سیمه کې خلکو له سیند څخه درې مړي را ایستلي دي.

د نوه کي کلي یوه اوسېدونکي حسین چې کور او کرنیزه ځمکه یې ویجاړ شوي، وايي، هر څه یې چې درلودل سېلابونو له ځان سره یووړل، اوس نه د خوړلو لپاره ډوډۍ لري او نه هم د اوسېدو لپاره ځای.

هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید هر څومره ژر له دوی سره مرسته وکړي.

یو بل زیانمن مهدي وايي: ((شپه او ورځ د خپل حکومت تر څنګ او خدمت کې ولاړ یو، شهیدان او زخمیان مو ورکړي، خو حکومت موږ ته یو استنادي دېوال چې څو ځلې مو مراجعه هم ورته کړې جوړ نه کړ او موږ هر کال له یوې ځانګړې سیمې د سېلابونو د راوتو له امله زیانمنېږو.))

د یادونې ده، تېره شپه په څو نورو ولایتونو کې هم خلک د سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.