هرات (پژواک، ۹ وری ۹۸): په هرات کې ولایت کې د بې مخینې باران او سېلابونو له امله تر اوسه څلور کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
په هرات کې سیمه ییز مسوولین وايي چې تېره شپه د هرات په ډېری ولسوالیو په ځانګړي ډول ګذره، انجېل، زنده جان، غوریان، ګلران، کشک کهنه، کشک رباط سنګي، پشتون زرغون، کرخ او د هرات ښار څنډو ته قوي سېلابونو راوتلي دي.
د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې تېره شپه د ملي اردو، پولیسو او نورو اړوندو ادارو په ګډون کومکي ټیمونه زیانمنو سیمو ته ولاړل او هغه کورنۍ یې چې د هرات ښار په څنډه کې سېلابونو کې بندې وې، وژغورلې او اوس هم د مرستو رسولو په حال کې دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو سېلابونو په پایله کې تر اوسه سلګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او ویالې ویجاړ شوي او څلورو کسان هم مړه شوي دي.
د هرات له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس د نورو سختو سېلابونو د راوتو خبر ورکوي او وايي چې نن جمعه او راتلونکې اوونۍ به هرات د نورو سختو سېلابونو شاهد وي.
هغه د هرات له خلکو غوښتي چې په دې ورځو کې په هغو ساحو کې له تګ راتګ ډډه وکړي چې د سېلابونو راوتلو ګواښ په کې شتون لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن