ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوستم پر کاروان بريد کې د هغه درېيو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دوستم پر کاروان بريد کې د هغه درېيو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Mar 2019 - 19:07
د دوستم پر کاروان بريد کې د هغه درېيو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Mar 2019 - 19:07

مزار شريف (پژواک، ١٠ ورى ٩٨): د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د موټرو پر کاروان وسله وال بريد شوى، چې له امله يې د هغه يو ساتونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

دوستم په ترکيه او ازبکستان کې له دوو مياشتو مسافرۍ وروسته، نن غرمه مهال د حيرتان بندر له لارې مزار شريف ته رسېدلى او مازيګر مهال جوزجان ته روان شوى و.

په بلخ ولايت کې د جنبش ګوند مشر سيد شمس  الدين سادات د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، جوزجان ولايت ته پر لاره د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د تيمورک په سيمه کې وسله والو طالبانو د دوستم پر کاروان بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، دوستم له دې بريده روغ وتلى، جوزجان ولايت ته رسېدلى دى، خو يو ساتونکى يې وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.

د چهاربولک ولسوال ذبیح زاهد پژواک ته تایید کړه چې پر دوستم برید د دغې ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې شوی دی.

هغه د تلفاتو له جزئياتو ناخبري وښوده، خو زیاته یې کړه چې دوستم روغ وتلی دی.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دې بريد کې يې د دوستم څلور ساتونکي وژلي او ٦ ټپيان کړي دي او دغه راز يې د هغوى يو ټانک او يو رينجر موتر ويجاړ کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې هم د دوستم پر کاروانونو وسله وال بريدونه شوي وو، خو ترې روغ وتلى و، خو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.