لښکرګاه (پژواک، ۱۰ ورى ۹۸):د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه پخوانۍ ستراتېژيکه سيمه کې ددرېيو ولايتونو د ځوانانو ترمنځ د موټر سايکل ځغلولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ پرون د جمعې په ورځ د نادعلي ولسوالۍ په ٣١ غربي سيمه کې ترسره شوې.
ياده سيمه له تېرو درېيو کلونو راهيسې له طالبانو سره وه،خو په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو ترې بېرته ونيوله او اوس د ځوانانو پر مېله ځاى بدله شوې.
په دې سيمه کې يو تن ننداره کوونکي محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور اوونۍ کيږي چې هره جمعه په دغه سيمه کې د هلمند،کندهار او نيمروز ولايتونو د ځوانانو ترمنځ د موټر سايکل ځغلولو سيالۍ ترسره کيږي.
هغه وايي:((هره جمعه دلته زرګونه ځوانان راځي، د موټر سايکل ځغلولو ننداره کوي او ښه خوند ترې اخلي.))
دغه راز بل ننداره کوونکي سردار محمد پژواک ته وويل چې ٣١ غربي سيمه له تېرو درېيو کلونو راهيسې د طالبانو ډېر مهم مرکز و.
ده وويل: ((له کله نه چې حکومت نيولې، هره جمعه ځوانان راځي او ښه ګرمه مېله په کې روانه وي.))
نوموړي زياته کړه چې خلک نور له جګړو او ورور وژنو ستړي شوي، لږ تفريح او استراحت ته اړتيا لري.
هغه د موټر سايکل ځغلولو سياليو په اړه وويل: ((دغه لوبه کې ځينې ځوانان موټر سایکل پر یو ټایر هم ځغلوي ترڅو ګټوونکي اعلان شي چې بيا ګټونکو ځوانانو ته د ځينو شرکتونو له خوا جایزې هم ورکول کیږي ترڅو نور ځوانان هم دې کار ته تشویق شي.))
همدارنګه د کندهار ولايت يوه اوسېدونکي جاويد پژواک ته وويل چې له خپل موټر سايکل سره يو ځاى دغې سيمې ته ورغلى، ترڅو د موټر سايکل ځغلولو په سياليو کې برخه واخلي.
ده زياته کړه:((هغه څوک ګټوونکى اعلانېږي چې په موټر سايکل ځغلولو کې ډېر مهارتونه وښيي، نو موږ هم کوښښ کوو چې ښه مهارتونه له ځانه وښايو.))
دغه راز يو تن بل موټر سایکل ځغلوونکي حمیدالله پژواک ته وويل چې له دې لوبې څخه ډېر خوند اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن