ترينکوټ (پژواک، ۱۰ ورى ۹۸) : د اروزګان د عامې روغتيا مسوولين وايي، ددغه ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليو يوه مثبت پېښه ثبت شوې ده.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ګوزڼ وهلی هلک نذير احمد نومیږي،دوه کلن دى او د چارچينو ولسوالۍ د يخدان د سيمې اوسېدونکی دى.
هغه وايي، په دغه ولايت کې د پوليو وایروس پېښې ځکه ډېرې شوې دي، چې وسله والو طالبانو له څه مودې راهيسې کور په کور د واکسین د تطبیق مخنیوی کړی.
مياخېل ګواښ کوي، که په دغه ولایت کې د واکسین تطبیق په برخه کې همکاري زياته او پر وړاندې يې شته خنډونه لري نه شي، نو دغه نا علاجه ناروغي به نوره هم زياته شي.
دا په تېرو شپږ و مياشتو کې درېيمه مثبته پېښه ده چې په چارچینو ولسوالۍ کې ثبتېږي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې نړۍ تر ټولو شتمن کس او د پوليو واکسين ستر مالي ملاتړی بېل ګېټس ويلي چې وسله وال طالبان د پوليو يا ګوزڼ واکسين د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه زياته کړې، دوی هڅه کوي په ټوله نړۍ کې د پولیو پېښې صفر ته را ښکته کړي، خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم د دې خطرناکې ناروغۍ ريښې شته دي.
پولیو تر ډېره د افغانستان په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې لا هم موجوده ده او ماشومان فلج وي.
د يادونې ده، چې د افغانستان د کندهار ولايت د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوي او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دغې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په پاکستان او ۲۰ یې په افغانستان کې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن