ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک :کریم خلیلي باميانو کې  ۱۸۰ جریبه د خلکو شخصي ځمکه په خپلو پلویانو وېشلې

خلک :کریم خلیلي باميانو کې ۱۸۰ جریبه د خلکو شخصي ځمکه په خپلو پلویانو وېشلې

author avatar
30 Mar 2019 - 18:44
خلک :کریم خلیلي باميانو کې  ۱۸۰ جریبه د خلکو شخصي ځمکه په خپلو پلویانو وېشلې
author avatar
30 Mar 2019 - 18:44

کابل (پژواک، ۱۰ ورى ۹۸): د بامیانو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د دغه ولایت په مرکز کې له ۱۸۰ جریبه زیاته د خلکو شخصي ځمکه په خپلو پلویانو وېشلې ده.

د بامیانو د ولسي شورا مشر صفي الله، نن په کابل کې په مطبوعاتي ناسته کې وویل چې د باميانو ښار په ۴۰۰ مترۍ د جګړه خېلو په سيمه کې څو کاله وړاندې د حزب وحدت ګوند مشر کریم خلیلي له ۱۸۰ جریبه څخه زیاته د خلکو شخصي ځمکه د دغه ولایت د والي محمد طاهر زهير او پخواني ښاروال نثار علي په مرسته په خپلو پلویان وېشلې ده.

خليلي، اوسمهال د سولې عالي شورا مشر دى.

ده زیاته کړه، د دې ناقانونه وېش ترڅنګ يادو شويو درېيو کسانو په دغې سيمه کې د ملا غلام، دهن هشدر، سنګ چسپان، سرخ قول او تپه جلال په نومونو ښارګوټي، هټۍ، هوټلونه او بلاکونه جوړ کړي، ترڅو یې په خلکو وپلوري.

دى وايي: "د بامیانو په زاړه ښار کې د خلکو هټۍ د همدغو زورواکو له خوا ورانې شوي، ترڅو خلک دې ته اړ شي چې په دغه نوي ښار کې هټۍ واخلي. دغه راز خلکو ته په خپلو شخصي ځمکو کې د ابادۍ اجازه نه ورکول کېږي."

د بامیانو د ولسي شورا مشر دغه راز وويل، د جګړه خېلو سيمې په قله شهر نومې سيمه کې قېمتي ډبرې او پخواني اثار تر خاورو لاندې دي چې د ده د ادعا له مخې، د يادو کسانو له خوا په ناقانونه توګه پلورل کېږي.

د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکو څو ځلې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د لاريونونو کولو هوډ وکړ، خو د والي زهير له خوا به په بېلا بېلوپلمو دوى ته د لاريونونو اجازه نه ورکول کېده.

دى زياتوي: "په ۱۳۹۴ کال کې د ښار جوړونې، اطلاعاتو او فرهنګ او عدليې وزارتونو، لويې څارنوالۍ او د محلي ارګانونو د ادارې استازو د ولسی جرګې د شکایاتو کمېسيون د رييس عبید الله بارکزي په مشرۍ يوه پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی و، دوى د څېړنو په اساس معلومه کړه چې دغه هټۍ او د ملا غلام، دهن هشدر، سنګ چسپان، سرخ قول او تپه جلال ښارګوټي په غیر قانوني ډول جوړ شوي او مربوطه ادارو ته يې امر وکړ چې ياد شوي اسناد دې وڅېړي او شخصي ځمکې دې بېرته خپلو مالکینو ته وسپاري."

صفي الله وايي، د ياد شوي پلاوي تر تګ وروسته د باميانو والي او ښاروال په دې اړه تراوسه پورې هيڅ اجراآت نه دي کړي.

د بامیانو والي محمد طاهر زهير بيا پژواک خبري اژانس ته د يادې موضوع په تړاو وویل، مخکې تردې چې دى د والي په توګه کار پيل کړي، د حاجي عيان او صفي الله په نومونو دوو کسانو په دغه سيمه کې ځمکې غصب او په خلکو پلورلې وې او له همدې امله په ياده شوې سيمه کې د ځمکو په بدل کې ميليونونه افغانۍ لاس په لاس شوې دي.

دى زياتوي: "ياد شوي غاصبين به ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي، که نه نو وروسته له دې به یا زه او یا هم دا غاصبین په بامیانو کې وي."

د ده په خبره، په جګړه خېلو سيمه کې خلکو ته ځکه د ابادۍ اجازه نه ورکول کېږي چې دغه سيمه د يونسکو فرهنګي سازمان له خوا د لرغونو آثارو په توګه ثبت شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.