د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوستم: که په شپږو مياشتو کې مې د شمال امنيت سم نه کړ، مخ راتور کړئ

دوستم: که په شپږو مياشتو کې مې د شمال امنيت سم نه کړ، مخ راتور کړئ

Mar 30, 2019 - 18:01

مزارشريف ( پژواک، ۱۰ورى ۹۸) : د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم وايي، که حکومت اجازه ورکړي؛ نو شمال زون کې به امنيت سم لور ته سوق کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۱۰مه له ازبکستان څخه د حيرتان بندر له لارې بلخ ولايت تر رسېدو وروسته د خپلو پلويانو يوې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه: (( ولسمشر، اجراييه رييس او امنيت شورا دې اجازه راکړي، که مې په شپږو  مياشتو کې له بادغيس څخه تر فارياب پورې ټولې سيمې له طالبانو څخه ونه نيولې، بيا مې مخ راتور کړئ او له افغانستانه مې وباسئ)).

دوستم د شمال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د وضعيت په تړاو دې هېڅ ډول اندېښنه او تشويش نه کوي.

جنرال دوستم نيوکه وکړه، چې د افغانستان د امنيتي وضعيت ښه کېدو لپاره ښې طرحې لري؛ خو په وينا يې چې حکومتي رهبران يې د عملي کېدو برخه کې ورسره مرسته نه کوي.

د هغه په وينا، يو څو موټر سايکل سواره وسله وال دې فکر نه کوي، چې دوستم او پلويانو ته به يې شکست ورکړي.

دوستم وايي چې د افغانستان حکومت د افغانانو استازی دی او بايد د سولې په خبرو کې مهم ځای ولري؛ نه دا چې له مذاکرواتو بيرون پاتې کړای شي.

د نوموړي په وينا، د سولې مذاکراتو تر څنګ بايد دې ته هم چمتو و اوسي،  چې که د سولې خبرې ناکامې شوې؛ نو څه به کېږي.

د هغه په خبره، په راتلونکو ټاکنو کې به هم د دوی نقش مهم او برخليک ټاکونکی وي او هغه څوک به يې ګټي، چې د دوی او د دوی د خلکو ملاتړ  ورسره وي.

د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې نوي لمريز کال کې د سولې په تړاو د لويو بحثونو شاهد او خدای دې وکړي، چې ښه پايله ورکړي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه وويل، د سولې خبرې به هغه وخت پايله ورکوي، چې حکومت او طالبان سره کېني.

د دوستم په خبره، عمران خان د افغانستان د وضعيت په اړه تصميم نه شي نيولی.

نوموړی وايي چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقوق او د بيان ازادي نه قرباني کېږي.

جنرال دوستم په وروستيو مياشتو کې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو هم اندېښنه وښوده او هيله يې وکړه، چې په روانو جنګونو کې دې د افغان ځواکونو د تلفاتو مخه ونيول شي.

هغه د پسرلي او راتلونکي اوړي په موسمونو کې د جګړې پر زياتېدو اندېښنه وښوده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement