کلات (پژواک، ١٠ ورى ٩٨): امنيتي سرچينې وايي چې د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې نهه پوليس وژل شوي او اووه نور نادرکه دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د زابل- کندهار پر لويه لار د يادې ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د طالبانو نفوذي کسانو پر پوستې بريد کړى، نهه پوليس يې وژلي او اووه نور نادرکه شوي دي.
د سرچينې په خبره، کېداى شي ياد کسان له وسله والو طالبانو سره تللي وي.
بلخوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې بريدګر د پولیس په رول کې د دوى نفوذي کس و.
هغه زياته کړې چې په دغه بريد کې اته پوليس وژل شوي او اووه نور له دوى سره تللي دي، وسلې او مهمات هم طالبانو له ځان سره وړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن