د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکو په بلخ کې د ولسمشر د فرمانونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو په بلخ کې د ولسمشر د فرمانونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه

Mar 30, 2019 - 16:29

مزار شريف ( پژواک، ۱۰ورى ۹۸) : د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکو د نامسوولو وسله والو پر ضد او د ملي يووالي حکومت په ملاتړ لاريون وکړ.

لاريون نن سهار ۹ بجې د بلخ ولايتي شورا له مخې پيل شو او د ورځې تر يوې بجې د ولايت مقام په دروازه کې د پرېکړه ليک په خپرېدو پای ته ورسېد.

لاريون کوونکو بلخ کې د نا مسووله وسله والو پر ضد شعارونه ورکول او همدا راز يې په دغه ولايت کې د ولسمشر د فرمانونو پر پلي کېدو ټينګار کاوه.

دوی همدا راز د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو په ليکو کې د پراخو تغييراتو راوستو غوښتنه کوله.

د لاريون يو تن ګډونوال محمد جعفر صادقي پژواک ته وويل، چې دوی د بلخ له سيمه ييزې ادارې څخه د خپل حق غوښتلو په موخه سړکونو ته راوتلي دي.

هغه زياته کړه، چې په لاريون کې د هر قوم او هرې ډلې پلويان شته او موخه دا ده، چې په دې ولايت کې عدالت پلی شي.

نوموړی زياتوي، چې د بلخ خلک د دغه ولايت له سيمه ييزې ادارې څخه ډېر شکايت لري او مرکزي اداره بايد دغو شکايتونو ته رسېدنه وکړي.

د هغه په وينا، په تېرو اتلسو کلونو کې د بلخ سيمه ييزه اداره د يوه حزب او يوې ډلې په لاس کې ده او په وينا يې يادې ډلې چې څنګه غوښتل په هماغه ډول يې کارونه کول.

صادقي وويل: (( په تېره يوه نيمه لسيزه کې د دې ولايت د خلکو په حق کې ستره جفا او ستر خيانتونه ترسره شوي، چې نور يې خلک پر وړاندې غلي نه شي پاتې کېدلای.))

بلخ کې د خيشکو ځوانانو د ټولنې مشر عبدالله ځواک حياتي هم د لاريون په بهير کې پژواک ته وويل، چې دوی د بلخ په سيمه ييزه اداره کې د بدلون راوستو په موخه پر دغه اعتراضي حرکت لاس پورې کړی دی.

هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې يو شمېر مشخصو کړيو د خپلو ګټو په خاطر قدرت انحصار کړی او په وينا يې چې ياد کسان د بلخ نورو اوسېدونکو ته د حق د ورکولو مخه نيسي.

نوموړی وايي، چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو زياتوالي هم دوی دې ته اړ کړل، چې خپل غږ اوچت کړي او له مرکزي ادارې څخه د خپل حق غوښتنه وکړي.

د هغه په وينا، بلخ کې يو شمېر ځوانان چې د ولسمشر حکم له ځان سره لري او پر دندو ګومارل شوي دي، سيمه ييزه اداره يې د معرفي کېدو مخه نيسي.

حياتي وويل، چې خلک به تر هغه دغه لاريون ته دوام ورکوي، چې خپل حقونه يې نه وي تر لاسه کړي.

د مزار شريف يوه اوسېدونکي فيض محمد افريدي پژواک ته وويل، چې ځمکې او جايدادونه يې د زورواکو له خوا غصب شوي او په وينا يې چې محلي اداره د دوی غږ نه اوري.

هغه غوښتنه وکړه، چې بلخ کې دې د ناقانونه وسله والو مخه ونيول شي.

د ده په وينا، شرعي قبالې په لاس لري؛ خو دا چې واسطه او پيسې نه لري؛ نو په ادارو کې يې څوک سلام هم نه ځوابوي.

نوموړي زياته کړه : (( نور په خپل ژوند هم تنګ شوي يو، مجبور شو چې سړک ته راووځو، دا څه حال دی چې دې نا مسووله وسله والو پر خلکو راوستی، حکومت دې د دې وسله والو ډلو مخه ونيسي.))

هغه وويل، چې پوليس دې له قومي او حزبي کړيو راووېستل شي او ملي ځواک دې ترې جوړ کړای شي.

د دغه لاريون په پای کې يو ۷ ماده ييز پرېکړه ليک هم خپور شو، چې له مرکزي او سيمه ييزو ادارو  څخه په کې يو شمېر غوښتنې ذکر شوې وې.

د پرېکړه ليک په يوه برخه کې له مرکزي ادارې څخه غوښتنه شوې، چې بلخ کې د ښه امنيت د ټينګښت په موخه دې د امنيتي ارګانونو په ليکو کې ژور بدلون راشي.

پرېکړه ليک کې همدا راز تاکيد شوی و، چې بلخ هم د افغانستان يو ولايت دی او بايد چې د مرکزي ادارې ټول فرمانونه دغه ولايت کې تطبيق کړای شي.

په بلخ کې د قدرت د انحصار ختمول بله غوښتنه وه، چې د بلخ لاريون کوونکو يې په پرېکړه ليک کې له مرکزي ادارې څخه د ختمېدو غوښتنه کړې وه.

دغو اعتراض کوونکو حکومت ته ۴۸ ساعتونه وخت و رکړی، چې غوښتنو ته يې رسېدنه وکړي او که نه ګواښ يې وکړ، چې له دې به په  پراخو حرکتونو لاس پورې کړي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم وايي، چې لاريون کوونکو سره يې خبرې کړي او هڅه يې دا ده څو د خبرو له لارې دغه ستونزه حل کړي.

د هغه په خبره هر څوک که د بلخ پر سيمه ييزې ادارې نيوکه لري؛ نو د ولايت مقام دروازې يې پر مخ پرانيستې دي او د خبرو له لارې دې مخکې لاړ شي.

د فرهاد په وينا، د بلخ سيمه ييزه اداره او والي د مرکزي ادارې او ولسمشر فرمانونه په ډېر تعقل سره عملي کوي او په دې برخه کې له قانون سره سم چلند کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement