د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مولوي عطاءالله لودین د مشرانو جرګې انتصابي غړی و ټاکل شو

مولوي عطاءالله لودین د مشرانو جرګې انتصابي غړی و ټاکل شو

Mar 30, 2019 - 11:55

کابل (پژواک،۱۰وری ۹۸): ولسمشر غني د سولې عالي شورا غړی او د ننګرهار مخکنی والي عطاالله لودین د باختر امین زي پر ځای د مشرانو جرګې انتصابي غړی معرفي کړی دی.

د ولسمشر په حکم کې چې کاپي یې پژواک خبري اژانس هم تر لاسه کړې راغلي: ((د افغانستان د اساسي قانون د ۸۴ مې مادې د درېیمې فقرې په اساس د باختر امین زي پر ځای د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي شورا د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د ښاغلي مولوي عطاءالله لودین ټاکل منل شوي دي.))

د مشرانو جرګې د دارالانشا رییس ډاکتر عبدالمقتدر ناصري تایید کړه چې د دې جرګې د انتصابي غړي په توګه د مولوي عطاالله لودین د ټاکنې په اړه د ولسمشر حکم مشرانو جرګې ته رسېدلی دی.

هغه وايي، لودین به د ملي شورا د کار له پلېدو وروسته لوړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر شاوخوا اووه میاشتې مخکې باختر امین زی د دې جرګې د انتصابي غړي په توګه معرفي کړی و.

مولوي عطاءالله لودین د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې د ولسي جرګې غړی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement