د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​افغانستان کې د فېسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز جوړېږي

​افغانستان کې د فېسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز جوړېږي

Mar 30, 2019 - 17:11

کابل(پژواک،۱۰ وری ۹۸):د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د فېسبوک کاروونکو د معلوماتو د مصونيت په موخه د فېسبوک له شرکت سره د فېسبوک د محلي کولو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې هوکړه ليک په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د فېسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.

 سرچينه زياتوي:"له دې مخکې د فېسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز له هېواده دباندې وو چې دا نه يواځې د کارونې پر مهال ضعيف بلکې د معلوماتو د مصونيت د شتون ډاډ يې هم نه درلود."

په خبرپاڼه کې راغلي:"د فېسبوک د کاروونکو لپاره يې بله ګټه داده چې دوى د لنډ مهالې حافظې  (Cache)  له چټکتيا څخه برخمن کېږي، لنډمهاله حافظه يا د فېسبوک او انسټاګرام د تبادلې ترافيک ته ويل کېږي چې د معلوماتو د تبادلې ملي مرکز (NIXA) له خوا تنظيم او د خصوصي انټرنټي شرکتونو پر کيفيت ژوره اغېزه لري."

د سرچينې په وينا، د انټرنټي شرکتونو د فېسبوک ټول ترافيک به په هېواد کې دننه لېږد رالېږد پيل کړي او دا به د انټرنټ د چټکتيا او د بيو د ټيټوالي سبب وګرځي.

 سرچينه ليکي: "د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت تل هڅه کړې چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، د دې برنامې په عملي کېدو سره د فېسبوک کېشونه له څلوېښت ايم بي څخه ٨٨٠ ام بي ته  وده موندلى او بيا انټرنټي شرکتونه کولای شي خلکو ته چټک او په ټيټه بيه انټرنټي خدمتونه وړاندی کړي.

ددې ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د افغانستان د انټرنټ د تبادلې ملي مرکز هڅه کوي چې وکولای شي د (Google, Netflix, Akamai) کېشونه هم د افغانستان د انټرنټ د تبادلې ملي مرکز سره وصل کړي، ترڅو د انټرنټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ بدلون راشي.

د راپورونو له مخې، افغانستان کې شاوخوا نهه ميليونه خلک انټرنټ ته لاسرسی لري، چې د دغه شمېر ډېر يې د ټولنيزو رسنيو او په ځانګړي ډول فېسبوک څخه د کار اخيستلو لپاره ورڅخه کار اخلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement