د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان او ازبکستان تر منځ بېلابېلو برخو کې درې هوکړه لیکونه سلیک شول

د افغانستان او ازبکستان تر منځ بېلابېلو برخو کې درې هوکړه لیکونه سلیک شول

Mar 31, 2019 - 19:14

کابل (پژواک، ١١ ورى ٩٨): د افغانستان او ازبکستان تر منځ د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هېوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک شول.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې له ماليې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، بيان شوى دى.

سرچينه کاږي، د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه د ازبکستان له لوړپوړي اقتصادي پلاوي سره چې مشري یې د یاد هېواد د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال بدرالدین عابدوف کوله، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او زیاتوالي تر څنګ د ګمرکونو په چارو، نساجي، انرژۍ، کانونو، نفت او ګازو، ریل پټلۍ، سوداګري، ټرانزیټ، لوړو زده کړو او کرنې سکټورونو په تړاو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې بحث او خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان دوه اړخیزه اړیکو په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی او موږ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړي کېدو غوښتونکي یو.

ده زیاته کړه، نن د افغانستان د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک کېږي او دا هوکړه لیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی پرانیزي.

نوموړي د ازبکستان لوري ته د افغانستان په شمالي سیمو کې د نفتو ژورو څاګانو کېندلو، د برېښنا انرژۍ تولید او وېشلو، سوداګرۍ او ټرانزیټ، خصوصي سکټور ته د سوداګرۍ او صنایع خونې له لارې د یاد هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه.

د ازبکستان د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل، چې  هېواد یې د افغانستان حکومت له ټولو پالیسو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، افغانستان او ازبکستان له هر بل وخته دوستانه اړیکې لري او د پراختیا په حال کې دي. مخکني او د نن ورځې هوکړه لیکونه د دې خبرې ښکارندویه دي.

نوموړي د خپل هېواد په استازولۍ یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو په دوام ډاډ ورکړ.

همدا شان په دې ناسته کې د یادو هوکړه شویو موضوعاتو ته د رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو د پلاوو تخنیکي کاري ګروپونو هر اړخیز بحثونه وکړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement