ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له څو بعدي فقر سره مخ دي

د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له څو بعدي فقر سره مخ دي

author avatar
31 Mar 2019 - 18:03
د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له څو بعدي فقر سره مخ دي
author avatar
31 Mar 2019 - 18:03

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۸): د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي، د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له څو بېلابېلو اړخونو فقير دي او د څو بُعدي فقر کچه بادغيس کې تر ټولو لوړه او کابل کې تر ټولو ټيټه ده.

د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې نن "په افغانستان کې "د څو بُعدي فقر شاخص" تحليلي راپور خپور کړ.    

د يادې ادارې مشر احمد جاوېد رسولي نن د راپور د خپرولو په غونډه کې وويل چې دغې ادارې د " افغانستان کې د ژوند وضعيت"  سروې چې په ١٣٩٥  کال کې ترسره او په ١٣٩٦ کې خپره شوې تحليل او تجزيه کړې ده. 

دى وايي د "څو بُعدي فقر شاخص" تحليلي راپور د روغتيا، زده کړو، د ژوند وضعيت، کار او  ( توليد، عايد او امنيت)  باندې څرخي او دغه په ټوله کې ١٨ شاخصونه لري.

 د هغه په وينا، غذايي مصوونيت، له ماهرو روغتيايي کارکوونکو سره ولادت، په ښوونځي کې شموليت، د نجونو تعليم، د هلکانو تعليم، اوبو ته لاسرسى، د چټلو اوبو د لرې کولو امکانات،  برېښنا، د سون توکو، د اوسېدو ځاى، د شتمنۍ او کرنې مالکيت، د نورو له تړاو نه خلاصون، کار، لږ کار، په زده کړو او کار کې ونډه، توليد، عايد او امنيت ١٨ شاخصونه دي.

د ده په وينا، که چېرې يو کس په يو وخت کې د يادو ١٨ شاخصونو ۴۰ سلنې ته لاسرسى ونه لري، نو دغه شخص " څو بعدي فقير" بلل کېږي.

راپور ښيي چې ٨٩ سلنه کوچيان، ٦١ سلنه کليوال او ١٨ سلنه ښاريان له دا ډول فقر سره مخ دي.

دغه راز په راپور کې ر اغلي چې د دغه ډول فقر تر ټولو ټيټه (١٢سلنه) کچه کابل کې ده او تر ټولو لوړه کچه (٨١سلنه) په بادغيس کې ده.

سرچينه زياتوي چې له يادو څو بُعدي فقيرانو څخه ٥٨ سلنه ماشومان دي.

سوېلي اسيا کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) مشرې جيين ګاف (Jaen Gough)  په نننۍ ناسته کې وويل د ياد راپور د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو کم دي ډېر بېوزلي دي او دغه بېوزلي د دوی په راتلونکي ژوند مستقيم اغېز لري.

هغې زياته کړه:"دا ډېره دردونکې خبره ده چې د څو بُعدي فقيرانو په لېست کې ۵۸ سلنه هغه کسان دي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو لږ دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.