ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت موارد ۱۹ سلنه ډېر شوي

سمنګان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت موارد ۱۹ سلنه ډېر شوي

author avatar
31 Mar 2019 - 12:20
سمنګان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت موارد ۱۹ سلنه ډېر شوي
author avatar
31 Mar 2019 - 12:20

 

ايبک (پژواک، ١١ حمل ٩٧): تېر کال په سمنګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۳۲ قضیې ثبت شوې چې د یو کال مخکې په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي، د دغو قضیو ۶۵ سلنه د خبرو له لارې حل او ۳۰ سلنه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مبارک دین له ښځو سره پر نېک چلند ټینګار کوي او دیني عالمان وايي چې د دغه تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره باید د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

په سمنګان کې د ښځو چارو رییسې ملالۍ صفا پژواک ته وویل، په ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۳۲ قضیې ثبت شوې په داسې حال کې چې په ۱۳۹۶ کال کې یادې ادارې ۱۹۵ دغه ډول قضیې ثبت کړې وې.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، تېر کال ۴۵ د وهلو ټکولو، پنځه د میراث د حق د نه ورکړې، ۱۳ د نفقې د نه ورکولو، نهه د مرګ د ګواښ، څلور د جنسي تېري او درې د اختطاف قضیې د سمنګان ولایت د تېر کال په ثبت شوو قضیو کې شاملې دي.

هغې له جزیاتو پرته زیاته کړه، تېر کال د کورني تاوتریخوالي ۳۹ سلنه موارد هم په یاد ریاست کې ثبت شوي او په ۲۳۲ ثبت شوو قضیو کې ۱۲ داسې موارد دي چې له کوره تښتېدلې ‎ښځې نه غواړي خپلو کورونو ته بیا ستنې شي.

دغه راز نوموړې له جزیاتو پرته وویل، په دغه ریاست کې ځیني نور تاوتریخوالي هم ثبت شوي چې پر اساس یې ۳۸ قضیې ملاتړو ادارو ته سپارل شوې او ۱۲ ښځې تښتېدلې، اته د طلاق قضیې رامنځته شوې، ۱۱ ښځو د طلاق غوښتنه کړې، ۱۳ ښځو د کوژدې د لغوې غوښتنه کړې، نهه کسانو د مدافع وکیل او اووو ښځې د خپلې خوښې له کس سره د نکاح غوښتنه کړې ده.

د هغې په خبره، دغه شمېرې هغو ښځو ثبت کړې چې له خپلو حقونو خبرې دي او رسمي مراجعو ته لاس رسی لري.

د ښځو چارو ریاست د مدیرې په خبره، په ټولنه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي سلګونه داسې موارد شته چې نه دي ثبت شوي.

د سمنګان د مرکز ایبک اوسېدونکې تورسن ګل د خپل خاوند له تاوتریخوالي شکایت کوي او وايي، شاوخوا یو نیم کال مخکې له خپل خاوند سره ترکیې ته ولاړم او هلته مې هم خاوند راسره تاوتریخوالی کاوه او وهلم ټکولم یې.

دغه ښځه چې اولاد نه لري زیاته کړه، په ترکیه کې مې د سګرېټ جوړونې په یوه فابریکه کې کار کاوه او کله مې چې د طیارې د ټکټ پیسې پیدا کړې افغانستان ته راغلم او اوس د پلار په کور کې اوسېږم.

هغې وویل، تر اوسه یې کومې مرجع ته شکایت نه دی کړی، ځکه مېړه یې په ترکیه کې ژوند کوي او په افغانستان کې یې پر وړاندې شکایت ګټه نه لري.

خو د ایبک ښار اوسېدونکې ۲۳ کلنه حبیبه د خپلې میرې له تاوتریخوالي شکایت وکړ او ویې ویل، مور یې مړه شوې او میره یې تر دې کچې ورسره تاوتریخوالی کوي چې زیاتره وخت د تناره سیخ ګرموي او په همدغه ګرم سیخ یې وهي ټکوي.

حبیبې زیاته کړه، تېر کال یې د ښځو چارو ریاست ته شکایت وکړ او دغه ریاست یې له میرې سره پخلا کړه خو د میرې ظلم یې اوس هم دوام لري او اوس مجبوره شوه چې د خور کور ته یې ولاړه شي.

هغې زیاته کړه، اوس د خپلې خور په کور کې اوسېږي او ارامه ده.

قضیو ته رسېدنه

د سمنګان د ښځو چارو رییسه وايي، دغه ریاست تېر کال د حج او اوقافو او ولایتي شورا د ادارو په مرسته په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي ۱۵۲ موارد د سالمې مشورې او خبرو له لارې حل کړي دي.

نوموړې روښانه کړه چې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۰ قضیې چې څېړنو ته یې اړتیا درلوده عدلي او قضايي ارګانونه ته راجع شوې او د لسو نورو ثبت شوو قضیو ثبت کوونکو د موضوع د څېړلو لپاره مراجعه نه ده کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ثبت شوې شمېرې ښيي چې د تېر کال په پرتله شپږ د وهلو ټکولو، څلور د طلاق، شپږ د طلاق غوښتنې، څلور د نفقې د نه ورکولو او یوه د وژلو قضیه کمه شوې خو د ښځو ملاتړو مرکزونو ته د ښځو د سپارلو ۲۱ موارد، اته د نوماندۍ د لغوې موارد، دوه د طلاق موارد، دوه د میراث د نه ورکولو موارد او ځینو نور تاوتریخوالي زیات شوي دي.

د سمنګان د استیناف څارنوالۍ رییس نیازمحمد راسخ وویل، تېر کال دې ادارې ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي  ۳۱ قضیې رسېدلې دي.

د راسخ د معلوماتو له مخې، په دې قضیو کې څلور د ځان وژنې، څلور د جنسي تېري، یوه د وژنې، درې د ځورونې او ۱۶ د وهلو ټکولو قضیې شاملې دي چې له څېړنو او طی مراحل وروسته د استیناف محکمې ریاست ته راجع شوې دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له استیناف محکمې سره هم خبرې وکړي خو د یادې ادارې مسوولین خبرو ته حاضر نه شول.

د یادونې وړ ده، د سمنګان سربېره په نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجود دی.

د ښځو چارو وزارت د ویاندې رویا دادرس د معلوماتو پر بنسټ، د تېر کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ښځو چار په وزارت کې له ټول هېواد ده د تاتریخوالي ٥٩١٠ موارد ثبت شوي دي.

هغې وویل، په دې قضیو کې وهل ټکول، اجباري او له وخت مخکې ودونه، وژنې، جنسي تېري، د نفقې نه ورکول او نور شامل دي.

دادرس زیاته کړه، د یادو تاوتریخوالو اکثریت يې وهل ټکول دي او ۱۱۰۳ قضیې یې ثبت شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، زیاتره تاوتریخوالي په هرات، تخار، بلخ، بغلان، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې ترسره شوې دي.

د تاوتریخوالي لاملونه

 د سمنګان د ښځو چارو رییسې وویل، په هېواد کې د جګړې دوام، بې وزلي، بې سوادي، د نرواکي فرهنګ، په ښځو او سریو کې د رواني ستونزو زیاتېدل په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ستر لاملونه دي.

 

هغه زیاته کړه: ((د اسلام مبارک دین د شفقت او د ښځو حقوقو ته احترام یو اصل ټاکلی او هغو کسانو ته چې ښځو یعنې د ټولنې میندو ته احترام لري یې لویه اجر په پام کې نیولی دی.))

 

یوه دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن وویل، د اسلام له نظره باید ښځو او نارینه وو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي؛ ځکه د زیاتره تاوتریخوالو لامل د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي نه لرل دي.

نوموړي زیاته کړه، له ښځو سره باید تاوتریخوالی او بد چلند ونه شي؛ ځکه د اسلام په مبارک دین کې له ښځو سره تاوتریخوالی ځای نه لري.

د هغه په خبره، حضرت محمد ص په «حجت الوداع» کې مسلمانانو ته په خطاب کې وویل، اې مسلمانانو خبر و اوسئ چې له خپلو ښځو سره ښه چلند وکړئ او ښځو ته مو د خیر غوښتنه وکړئ.

د یاد دیني عالم په خبره، دا په دې معنا ده چې د اسلام ستر پیغمبر غوښتي چې له ښځو سره باید تاوتریخوالی ونه شي.

فروتن زیاته کړه: «د قران کریم په «النسا» سورة کې راغلي چې له خپلو ښځو سره نېک او ښه چلند وکړئ.»

هغه وویل، حضرت محمد ص هېڅکله پر خپلو مېرمنو لاس نه دی پورته کړی او ان له دوی سره یې په لوړ اواز خبرې نه دي کړې.

هغه زیاته کړه: ((که د ښځو ارزښت ته د مور په صفت متوجه شو، رسول الله ص د پلار په پرتله د مور ارزښت درې چنده زیات ښودلی دی او یا حضرت محمد ص ویلي چې که څوک درې لورانې ښې تربیه کړي او نفقه یې ورکړي په جنت کې به له ماسره وي. له حدیثو معلومېږي چې ښځې د اسلام په مبارک دین کې لوړ ارزښت لري.))

په سمنګان ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ضیاءګل نصري هم په هېواد کې روانه جګړه، د قانون نه پلي کول، بې وزلي او د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي نه موجودیت په ټولنه کې د تاوتریخوالي عوامل وبلل او ویې ویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید خلک د ښځو د اسلامي حقونو څخه خبر شي، قانون پلی شي او د ښځو د حقونو موضوع په ښوونیز نصاب کې شامله شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.