د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د سولې خبرو لپاره یوه واحده مرجع جوړېږي

عبدالله: د سولې خبرو لپاره یوه واحده مرجع جوړېږي

Mar 31, 2019 - 16:47

 

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۸): عبدالله عبدالله وايي، حکومت د سولې خبرو د ترسره کولو او تمرکز لپاره د یوې واحدې مرجع جوړولو هڅې کوي او دغه ټولګه کولای شي د خلکو د سوله غوښتنې له غږه ښه استازيتوب وکړي.

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دا خبره په کابل کې د نري رنځ له ناروغۍ سره د مبارزې ورځې په مراسمو کې وکړه.

نوموړي د سولې خبرو په اړه هیله مندي ښکاره کړه او ویې ویل، د هېواد د برخلیک ټاکل په خلکو پورې اړه لري چې زیاتره خلک د سولې غوښتنه کوي او نه غواړي چې تېرو تیارو ورځو ته بېرته وګرځي.

نوموړي زیاته کړه، خلک د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي او غواړي چې له دې لارې د هېواد برخلیک وټاکي.

عبدالله د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال پر کاروان برید وغانده او په دې اړه یې خوښي څرګنده کړه چې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی او ویې ویل، امنیتي مسوولین دې د سیاسيونو په ګډون د ټولو هېوادوالو امنیت ساتنې ته جدي پام وکړي.

عبدالله زیاته کړه: ((طالبان دې پوه شي چې د هېواد پر سیاسي مشرانو د هر برید په ترسره کېدو د خپلې ماتې لپاره زموږ اراده قوي کوي.))

اجرایه رییس وویل، جنرال دوستم د هېواد د نظم د ټینګښت په برخه کې اغېرمن شخصیت دی چې ترهګر او د دوی پلویان په هېواد کې د نوموړي موجودیت نه شي زغملای.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په تېمورک سیمه کې د جنرال دوستم پر کاروان برید وکړ چې له امله یې د نوموړي یو ساتونکی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول خو خپله دوستم ته پکې زیان نه دی اوښتی.

دوستم په ترکیه او ازبکستان کې له دوو میاشتو مسافرۍ وروسته تېره ورځ غرمه د حیرتان بندر له لارې مزارشریف ته راغی او د همدې ورځې پر مازدیګر جوزجان ته ولاړ.

ډاکتر عبدالله عبدالله د دې په روښانولو چې په هېواد کې د جګړې دوام پر نورو برخو سربېره د روغتیا سکتور هم له ستونزو سره مخ کړی، وویل، له ناروغیو سره مبارزه یوازې د عامې روغتیا مسوولیت نه دی، بلکې ټول خلک او بنسټونه باید په کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: ((روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله ژوند د خلکو مړینه خپله یو لوی جنایت دی او د جګړې له ښکېلو لورو غواړو چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.))

نوموړي د عامې روغتیا له وزارت، روغتیايي منسوبینو او مرستندویو موسسو څخه له ناروغیو سره د مبارزې او خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله د مننې تر څنګ هیله مندي ښکاره کړه چې راتلونکی حکومت له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې هڅه وکړي او هغه خپل کاري لومړيتوب وټاکي.

د اجرایه رییس په باور طبیعي پېښې او د خلکو بېځایه کېدل د ناروغیو پر انتقال او ناروغۍ د خلکو پر ژوند او بې وزلۍ ژور اغېز لري.

عبدالله عبدالله د ناروغیو په اړه د خلکو کم معلومات له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې اساسي ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، ناروغان له ناروغیو سره د مبارزې لپاره د خلکو، اړوند بنسټونو او موسسو هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

هغه له ناروغیو سره د مبارزې لپاره په هېواد کې د کلینیکونو، روغتیايي مرکزونو او د ناروغیو د تشخیص او درملنې د مرکزونو جوړېدل بنسټیز اقدامونه وبلل او ویې ویل، بشپړ بریالیتوب هغه وخت ترلاسه کېږي چې د بنسټونو اقدام دوامدار وي او مسوولین خپل مسوولیت هېر نه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement