ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: د جګړې  ښکېلې خواوې دې د سولې خبرو ته سره کېني

مدني فعالان: د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې خبرو ته سره کېني

author avatar
31 Mar 2019 - 18:05
مدني فعالان: د جګړې  ښکېلې خواوې دې د سولې خبرو ته سره کېني
author avatar
31 Mar 2019 - 18:05

مزار شريف (پژواک، ۱۱ورى ۹۸): په مزار شريف ښار کې يو شمېر مدني فعالانو د سولې له ولسي حرکت څخه د ملاتړ تر څنګ  د جګړې له  ښکېلو خواوو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته کېني.

دوى  چې د حضرت علي په روضه کې سره راټول شوي وو، ويل يې، هر هغه  حرکت چې د سولې پر وړاندې خنډ وي،  په کلکو ټکو غندي او چاته به اجازه ور نه کړي څو دا ډول ستونزې جوړې کړي.

دوى  همدا راز زياته کړه چې د سولې په  تړاو د امريکا او طالبانو تر منځ روانو پټو خبرو ته د شک په سترګه ګوري او پاکستان يې تورن کړ چې د جګړې د دوام هڅې کوي.

په مزار شريف کې مدني فعال سيد محمد يزدان پرست پژواک خبري اژانس ته وويل، هر هغه  حرکت چې د سولې پر وړاندې ستونزې جوړوي، په کلکو ټکو غندي او د سولې له ولسي حرکت څخه ملاتړ کوي.

نوموړي  په افغانستان کې د موقت  حکومت په اړه د عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې او زياته يې کړه چې  پاکستان دې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه زياتوي: ((موږ د سولې  له هر هغه  حرکت څخه چې د افغان حکومت په مشرۍ وي او ۱۷ کلنې لاسته راوړنې په کې خوندي وي، ملاتړ کوو)).

مدني فعال ذبيح الله احساس هم په خپلو خبرو کې وويل، هغه سوله غواړي چې د افغان ولس په کې خير وي او ټولو ته د منلو وړ وي.

احساس زياته کړه، په دې وروستيو کې  د سولې په خبرو کې د امريکا او طالبانو هڅو ته د شک په سترګه ګوري او پاکستان تورنوي چې د جګړې د دوام هڅې کوي.

نوموړی وويل: ((د پاکستان د صدراعظم وروستۍ وينا د افغانستان په چارو او د سولې په پروسه کې ښکاره لاسوهنه ده او باور لرو چې افغانان اوس ويښ شوي او په هر څه پوهېږي.))

د سولې ولسي حرکت غړي حيات الله هم له پژواک سره په خبرو کې وويل، موخه يې سوله ده او تلپاتې سوله غواړي.

د ده په وينا، د سولې له روان بهيره په هغه صورت کې ملاتړ کوي چې دا خبرې بين الافغاني شي.

هغه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.