ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د درسي کتابونو د ټولولو کمپاین وشو

په هرات کې د درسي کتابونو د ټولولو کمپاین وشو

author avatar
31 Mar 2019 - 19:38
په هرات کې د درسي کتابونو د ټولولو کمپاین وشو
author avatar
31 Mar 2019 - 19:38

هرات (پژواک،۱۱ وری ۹۸): په هرات کې یوه ځوان د ښوونځي د کتابونو له ډېرۍ څخه د مخنیوي په خاطر د اضافي کتابونو د راټولولو په موخه د یوې اونۍ لپاره کمپاین پیل کړی چې له راټولولو وروسته یې زده کوونکو ته ووېشي.

د هرات مدني فعال نوید دانش غفوري د هرات په فرهنګ چوک کې د دغو کتابونو د راټولولو لپاره د خېمې د جوړېدو او د یاد کمپاین د پیل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاین یې له هغو بېوزله کورنۍ سره د مرستې لپاره پیل کړی چې اولادونو ته یې د ښوونځي د کتابونو د اخیستو توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((د دغه کمپاین په لړ کې موږ د هېوادوالو هغه کتابونه راټولوو چې دوی ترې استفاده نه کوي، خو یو بل هغه چا ته یې د ښوونځي له لارې وېشو چې سخته ورته اړتیا لري.

دغه راز نوموړي په ډاګه کړه چې په دغه کمپاین کې د پوهنې د درسي کتابونو سربېره نور معلوماتي کتابونه هم منل کېږي او د زده کوونکو د مطالعې لپاره ښوونځيو ته سپارل کېږي.

په همدې حال کې د هرات ښار په فرهنګ چوک کې د کتابونو د راټولولو لپاره د خېمې درولو د دغه ولایت زیاتره اوسېدونکي د درسي کتابونو د ورکړې ته هڅولي دي.

ځینو کسانو چې دغه پروګرام ته څو ټوکه کتابونه ډالۍ کړي، ټینګار کوي چې د دغه ډول کمپاینونو جوړول د هرات ښار په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ستونزه کمولى شي.

د کتاب یوه ډالۍ کوونکي جلیل فیضان وویل، له کتاب او په کورونو کې د زده کړې د زېرمه شوو موادو څخه د ښې استفادې لپاره د دغه ډول پروګرامونو جوړول دېر ګتور دي.

هغه زیاته کړه: ((دا ډېر ښه کار دی او بايد دغه ډول فرهنګ دود شي، څو د درسي کتابونو په راټولولو د بېوزله کورنیو سره مرسته وشي.))

د کتاب بل ډالۍ کوونکي محمود جویا وویل: ((مخکې له دې چې ښوونیز نصاب بدل شي او دغه کتابونه لرې وغورځوو، دا ښه ده چې د کمپاینونو له لارې یې هغو زده کوونکو دغه کتابونه ورکړو چې درسي کتابونه نه لري.))

د پوهنې د کتابونو کمپاین ته د کتاب ډالۍ کوونکي برکت الله رحیمي وویل: ((ما په کور کې زیات کتابونه لرل او رامې وړل چې نور هغه هېوادوال ترې ګټه واخلي چې د کتاب له کمښت سره مخ دي.))

دغه هېوادوال له ټولو خلکو غواړي چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي او کتابونه ډالۍ کړي.

دغه کمپاین په داسې حال کې جوړ شوی چې همدا اوس د دغه ولایت زده کوونکي د کتابونو د کمښت څخه ځورېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.