ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاوتريخوالي قرباني اروزګانۍ ښځې د کابل په امن خونو کې ساتل کېږي

د تاوتريخوالي قرباني اروزګانۍ ښځې د کابل په امن خونو کې ساتل کېږي

author avatar
1 Apr 2019 - 14:52
د تاوتريخوالي قرباني اروزګانۍ ښځې د کابل په امن خونو کې ساتل کېږي
author avatar
1 Apr 2019 - 14:52

ترينکوټ (پژواک، ١٢ وری ۹۸): د اروزګان هغه ښځې چې د تاوتریخوالي او يا هم نورو ستونزو له امله د ښځو حقونو د خونديتوب بنسټونو او يا هم عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه کوي، د خوندیتوب لپاره پلازمېنې کابل ته استول کېږي.

په اروزګان کې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې له تاوتریخوالي سره مخ ښځې او نجونې د ښځينه پولیسو، ځايي ملکانو، قومي مخورو او د پولیسو قوماندانانو په کورونو کې ساتل کېدې، خو اوس دغه ډول نجونې د خوندیتوب لپاره کابل ته لېږل کېږي.

له دې مخکې د اروزګان پخواني امنيه قوماندان مطیع الله خان د کلونو لپاره د خپل شخصي استوګنځي تر څنګ يو کور له تاوتریخوالي سره د مخ ښځو لپاره ځانګړی کړی و چې هغه وخت تر لسو زياتې ښځې او نجونې په کې ساتل کېدې.

هغه مهال هم نيوکې کېدې چې د ښځو چارو ریاست او د ښځو حقونو خوندیتوب مسوولینو ته اجازه نه ورکول کېږی چې دغه شخصي د امن کور ورشي.

د اروزګان د ښځو چارو پخوانۍ رييسې رڼا سمیع وفا پنځه کاله مخکې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې تور لګولی و چې د امن په یاد کور ساتل شوې ښځې او نجونې ځورول کېږي او همالته له تاوتریخوالي سره مخ دي.

رڼا ويلې وو چې په یاد کور کې پر ساتل شوو ښځو بېلابېل شاقه کارونه ترسره کېږي او له هغوی د نظارت اجازه نه ورکول کېږي.

خو اوس د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې ښځې د خوندیتوب لپاره کابل ته استوي.

د اروزګان د ښځو چارو سرپرستې فاطمې موسوي پژواک اژانس ته وويل چې له تېر يوه کال راهيسې دوه ښځې د دغه ریاست له خوا په کابل کې د امن کورونو ته استول شوې دي.

د هغې په وينا، شاوخوا يو کال مخکې یې د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ يوه کونډه مېرمن کابل ته استولې او دوه اوونۍ مخکې بيا د ترینکوټ اړوند د سفيدخار سیمې یوه دوولس کلنه ماشومه یې چې له يو هلک سره د جنسي تېري او کوره د تېښتې په تور نيول شوې وه، د کابل امن کور ته استولې ده.

د ښځو چارو سرپرسته وايي، یادو دواړو ښځو ته د خپلو کورنيو له خوا د مرګ ګواښونه کېدل او په اروزګان کې یې د ساتلو لپاره هېڅ امن ځای نه و؛ نو ځکه مجبور شول چې کابل ته یې ولېږي، څو د برخلیک تر ټاکلو پورې هلته خوندي وي.

د نوموړې په وينا، په دغه ولایت کې د امن کور نه شتون تر ټولو لويه ستونزه ده، که اړوند ادارې، په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت ورته پاملرنه ونه کړي، د تاوتریخوالي قرباني ښځې به نورې هم له کړاوونو ډک ژوند ولري.

موسوي وايي، د کابل په امن خونو کې د اروزګانۍ ښځو دوسيې پر وخت نه څېړل کېږي چې له امله یې یې له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.