ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تېره مارچ میاشت کې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده”

“تېره مارچ میاشت کې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده”

author avatar
1 Apr 2019 - 19:19
“تېره مارچ میاشت کې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده”
author avatar
1 Apr 2019 - 19:19

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٨): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، د ولسمشر له سپارښتنې سره سره بیا هم تېره میاشت ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې ګروپ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) د معلوماتو پر بنسټ تېره (مارچ) میاشت، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې۴۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې۱۸۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان شوي دي. له دغو وژل شوو او ټپیانو ۵۴ یې ماشومان او ۲۷ یې مېرمنې دي.

سرچينه کاږي، که څه هم د مارچ په ۲۶مه ولسمشر محمد اشرف غني د یوې فوق العاده امنیتي غونډې په ترڅ کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې تر دې وروسته د ملکي وګړو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي، خو بیا هم په مارچ کې د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ معلومات پر اساس، د فبرورۍ پر نسبت په مارچ کې ملکي مرګ ژوبله نږدې درې برابره لوړه شوې ده، روان کال په فبرورۍ میاشت کې ۱۶۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. یاده مرګ ژوبله د ۲۰۱۸ کال د مارچ په پرتله هم زیاتوالی ښيي.

د دغه ګروپ موندنې ښيي چې تېره میاشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله کابل کې اوښتې چې بېلا بېلو پېښو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۰ ټپیان ثبت شوي دي.

ورپسې ننګرهار دی چې ۴۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي. همدا ډول د دغې میاشتې تر ټولو بوږنوونکې پېښې په کندوز او هلمند ولایتونو کې وې، په کندوز کې د هوایی برید له کبله د یوې کورنۍ ۱۴ کسان ووژل شول، په هلمند کې ۳ کسان ووژل او ۴۹ ټپیان شول.

له بله پلوه تېره میاشت هدفي وژنې هم ډېرې شوې او له امله یې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د ملګرو ملتونو پر سازمان، بشري حقونو او مدني ټولنو او ولس غږ کوي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

(CPAG) له افغان او نړیوالو ځواکونو او مخالفو وسله والو په کلکه غوښتنه کوي چې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد ګروپ له شاوخوا شلو مدني ټولنو څخه جوړ شوی، هره میاشت د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه او ارقام خپروي او په دې برخه کې د مطبوعاتي کنفرانسونو، زیانمنو سره د مخامخ لیدنو او مختلفو ناستو له لارې د قرباني کورنیو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.