ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت افغانستان کې ١٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره مياشت افغانستان کې ١٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Apr 2019 - 17:02
تېره مياشت افغانستان کې ١٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Apr 2019 - 17:02

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۸): په افغانستان کې د فبرورۍ مرګ ژوبلې کموالي سولې ته هيلې ډېرې کړې وې، خو د تودوخې موسم په را رسېدو بيا جګړو زور اخيستى او په مارچ کې څه باندې ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې وروستيو کې د افغان حکومت تر څنګ چې له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي، د طالبانو او امريکا استازو پنځه ځلې مخامخ خبرې کړي، خو وروستۍ پايلې ته لا نه دي رسېدلي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په وړمه فبرورۍ مياشت کې په افغانستان کې څه باندې زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او دغه شمېر د جنورۍ د مرګ ژوبلې په پرتله ٤٣ سلنه کم شوى و.

د چارو شنونکو ويلي وو چې په فبرورۍ کې د جګړو او مرګ ژوبلې د کموالي لامل د سولې روانې خبرې دي.

خو د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره (مارچ) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٨ کې بريدونه شوي چې له امله يې ٩٤٥ تنه وژل شوي او ٦٠٢ تنه ټپيان دي.

دغه مرګ ژوبله په ١٢٧ بېلابېلو بريدونو کې اوښتې ده. له يادو بريدونو څخه ٤٩ د دولت وسله والو مخالفينو، ٣٧ دولتي او اته بهرنيو ځواکونو کړي، خو د پاتې نورو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.

په وړمه (فبروري) مياشت کې ١٠٥ بريدونه شوي وو. دغه شمېرې ښيي چې په مارچ کې د فبرورۍ په پرتله په بريدونو کې ٢١ سلنه ډېروالى راغلى دى.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٥ کسانو نهو ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په هدفي بريدونو، دوو ته په چاودنو او يوه ته په هوايي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت له ټولو بريدونو څخه په ننګرهار کې ١٨، فارياب، هلمند، او کندهار کې لس، لس، غزني او جوزجان که نهه، نهه او پاتې ٦١ نور په ٢٢ نورو ولايتونو کې شوي دي.

په مارچ کې له باميانو، دايکنډي، غور، نيمروز، پنجشېر او نورستان ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ٩٤٥ کسان وژل شوي او ٦٠٢ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د تېرې مياشتې په درېيمه د بريد راپور نه دى ترلاسه شوى.

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٩) بريدونه په ١٧مه ترسره شوي، خو تر ټولو خونړۍ ورځ د دې مياشتې ٢٢مه ده؛ په دې ورځ ١٨١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تېرې مياشتې په ٢٢مه ټول پنځه بريدونه ترسره شوي، خو تر ټولو خونړى يې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد وو چې ٦٥ دولتي سرتېري په کې ووژل شول او ٣٨ نور ټپيان وو.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې د کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تلکيتک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

د جګړو د ډېروالي لاملونه

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، د جګړې دواړه لوري غواړي په دې شپو ورځو کې چې د سولې خبرې روانې دي، جګړو ته زور ورکړي، څو له پوځي پلوه ځانونه برلاسي وښيي او په دې توګه او هغه څه چې په پلان کې لري، پر مقابل لوري په يو ډول نه، يو ډول ومني.

دی زياتوي، په افغانستان کې د بريدونو د ډېروالي بل لامل دا هم دی چې له وسله والو مخالفينو سره ځيني هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ايران او روسيه مرستې کوي، څو مخالفين د هوا په ګرمېدو سره خپل بريدونه ډېر کړي او په دې توګه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په ځانګړي ډول امريکا ناکامه وښيي.

د ده په وينا، د بريدونو او مرګ ژوبلې د ډېروالي بل لامل دا هم دى چې په ژمي کې د جګړې لپاره زمينه مساعده نه وي او د هوا په ګرمېدو سره د جګړې امکانات ډېرېږي.

هغه وايي، له همدې امله د پسرلي له پيل نه د هوا تر سړېدو پورې په افغانستان کې دغه موسم د جګړې پر موسم شهرت موندلى دى.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال ډګروال محمد زبير عارف وايي چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په بدلون سره د دغه وزارت په کړنو کې هم بدلون راغلى او دغه وزارت د پلان له مخې تعرضي او شپني عمليات ډېر کړي او وسله والو مخالفينو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دی وايي: “دا چې په کور دننه او له هېواده بهر د سولې هڅې روانې دي، دښمنان هڅه کوي بريدونه ډېر او لږې ډېرې لاسته راوړنې ولري؛ خو الحمدلله د افغان ځواکونو د قربانيو په نتيجه کې دوی خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او ځپل شوي دي.”

عارف زياتوي: “له بده مرغه په افغانستان کې نړيوال ترهګر هم په جګړو بوخت دي، مثلاً داعش افغاني پديده نه ده، دلته د القاعدې ډلې ترهګر هم شتون لري؛ له بده مرغه زموږ ځيني ګاونډي هېوادونه ښه ګاونډي نه دي او له وسله والو مخالفينو سره په يو ډول نه يو ډول همکار دي.”

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي، خو د هوا په سړېدو سره کمېږي.

د پژواک د راپورونو له مخې، په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥ زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧زره او د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې څه باندې ٤٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خلک د هوا په ګرمېدو سره د جګړې ګرمېدو اندېښمن کړي او له ښکېلو غاړو غواړي چې د سولې د روانو خبرو په درشل کې دې جګړه نه ګرموي او اوربند دې وکړي.

د ميدان وردګو د مرکز اوسېدونکی سميع الله فاروقي يو له دغو کسانو دى.

هغه وايي: “نه يواځې زه، بلکې د افغانستان ډېر خلک د سولې خبرو مثبتو پايلو ته هيله من شوي دي، زه له ښکېلو غاړو غواړم چې لومړى اوربند وکړي او بيا دې د سولې خبرو ته دوام ورکړي، څو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي. “

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمد شعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي پريد ووژل شوى وايي: “په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو، واقعاً دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی. “

هغه وايي، هر ځل چې کور ته ځي او د خپل ځوانيمرګ ورور ماشومان ويني، د ورور د مرګ درد يې بيا تازه کېږي او پوهېږي چې که دولتي سرتيرى په جګړه کې ژوند له لاسه ورکوي او يا د دولت وسله وال مخالف او ملکي وګړي، کورنۍ يې همداسې درد احساسوي.

دى پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته په لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د درېدو لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.