د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تاوتريخوالي قرباني اروزګانۍ ښځې د کابل په امن خونو کې ساتل کېږي

ښځې

ارشيف

د تاوتريخوالي قرباني اروزګانۍ ښځې د کابل په امن خونو کې ساتل کېږي

Apr 01, 2019 - 14:52

ترينکوټ (پژواک، ١٢ وری ۹۸): د اروزګان هغه ښځې چې د تاوتریخوالي او يا هم نورو ستونزو له امله د ښځو حقونو د خونديتوب بنسټونو او يا هم عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه کوي، د خوندیتوب لپاره پلازمېنې کابل ته استول کېږي.

په اروزګان کې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې له تاوتریخوالي سره مخ ښځې او نجونې د ښځينه پولیسو، ځايي ملکانو، قومي مخورو او د پولیسو قوماندانانو په کورونو کې ساتل کېدې، خو اوس دغه ډول نجونې د خوندیتوب لپاره کابل ته لېږل کېږي.

له دې مخکې د اروزګان پخواني امنيه قوماندان مطیع الله خان د کلونو لپاره د خپل شخصي استوګنځي تر څنګ يو کور له تاوتریخوالي سره د مخ ښځو لپاره ځانګړی کړی و چې هغه وخت تر لسو زياتې ښځې او نجونې په کې ساتل کېدې.

هغه مهال هم نيوکې کېدې چې د ښځو چارو ریاست او د ښځو حقونو خوندیتوب مسوولینو ته اجازه نه ورکول کېږی چې دغه شخصي د امن کور ورشي.

د اروزګان د ښځو چارو پخوانۍ رييسې رڼا سمیع وفا پنځه کاله مخکې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې تور لګولی و چې د امن په یاد کور ساتل شوې ښځې او نجونې ځورول کېږي او همالته له تاوتریخوالي سره مخ دي.

رڼا ويلې وو چې په یاد کور کې پر ساتل شوو ښځو بېلابېل شاقه کارونه ترسره کېږي او له هغوی د نظارت اجازه نه ورکول کېږي.

خو اوس د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې ښځې د خوندیتوب لپاره کابل ته استوي.

د اروزګان د ښځو چارو سرپرستې فاطمې موسوي پژواک اژانس ته وويل چې له تېر يوه کال راهيسې دوه ښځې د دغه ریاست له خوا په کابل کې د امن کورونو ته استول شوې دي.

د هغې په وينا، شاوخوا يو کال مخکې یې د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ يوه کونډه مېرمن کابل ته استولې او دوه اوونۍ مخکې بيا د ترینکوټ اړوند د سفيدخار سیمې یوه دوولس کلنه ماشومه یې چې له يو هلک سره د جنسي تېري او کوره د تېښتې په تور نيول شوې وه، د کابل امن کور ته استولې ده.

د ښځو چارو سرپرسته وايي، یادو دواړو ښځو ته د خپلو کورنيو له خوا د مرګ ګواښونه کېدل او په اروزګان کې یې د ساتلو لپاره هېڅ امن ځای نه و؛ نو ځکه مجبور شول چې کابل ته یې ولېږي، څو د برخلیک تر ټاکلو پورې هلته خوندي وي.

د نوموړې په وينا، په دغه ولایت کې د امن کور نه شتون تر ټولو لويه ستونزه ده، که اړوند ادارې، په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت ورته پاملرنه ونه کړي، د تاوتریخوالي قرباني ښځې به نورې هم له کړاوونو ډک ژوند ولري.

موسوي وايي، د کابل په امن خونو کې د اروزګانۍ ښځو دوسيې پر وخت نه څېړل کېږي چې له امله یې یې له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

هغې غوښتنه وکړه چې يا دې په اروزګان کې د ښځو لپاره د امن کور جوړ شي او یا دې هم هلته د هغوی دوسیو ته پاملرنه وشي.

مېرمن فاطمې موسوي وويل، څو ځلې يې د ولایت او وزارت په کچه دغه ستونزه شريکه کړې، خو مثبته پايله يې نه ده ورکړې.

د اروزګان د بشري حقونو د دفتر مشر عبدالحد بهايي پژواک ته وویل، په اروزګان کې د ښځو لپاره امن ځای نشته، له تاوتریخوالي سره مخ ښځې او نجونې اوس کابل ته استول کېږي چې هلته هم بې برخليکه پاتې وي.

هغه غوښتنه کوي چې اړوند مسوولین دې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد پژواک ته وویل، اوس دغلته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ ټيټه شوې ده، خو بيا هم په يو شمېر سیمو کې کومې ښځې چې له کورونو تېښته او يا هم د بېلابېلو جرمنو په تور نيول کېږي، د ساتلو لپاره يې ځای نشته.

والي وايي، د امن په نوم د خوندي ځای پیدا کولو لپاره بودجه په واک کې نه لري، د ښځو چارو له وزارت او يو شمېر نورو مرستندويه ادارو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د هغه په وينا، په دې وروستیو کې هغه يو شمېر ښځې چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، د امن ساتلو لپاره کابل ته استول شوې؛ ځکه دلته خوندي ځای نشته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement