ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ګرشک ۱۲زره کورونو ته برېښنا ورکول کېږي

د هلمند د ګرشک ۱۲زره کورونو ته برېښنا ورکول کېږي

author avatar
1 Apr 2019 - 15:35
د هلمند د ګرشک ۱۲زره کورونو ته برېښنا ورکول کېږي
author avatar
1 Apr 2019 - 15:35

لښکرګاه (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د يوې نوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې  ١٢زره کورونه له برېښنا برخمن شي.

د يادې شبکې د پرانيستو په مراسمو کې د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع وويل چې په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د دې نوې شبکې په فعاليدو سره به د برېښنا د توليد کچه له ٣،٣ کيلوواټه شل کيلوواټ ته لوړه شي.

ده زياته کړه چې د دې شبکې اړوند څلور زره د برېښنا نوې پايې درېږي چې ١٢زره کورنيو ته به ترې برېښنا ورکړل شي.

قانع د يادې شبکې د لګښت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو زياته يې کړه چې لګښت يې د برېښنا رياست له لوري ورکول کېږي.

هغه دا هم وويل چې په تېر کال کې دوى د برېښنا له لګښته ١٧٦ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله شل سلنه زياتوالى ښيي.

دغه راز په دې غونډه کې د ګرشک ولسوالۍ يوه قومي مشر رحمت الله وويل چې د برېښنا د کموالي له امله دوى له ستونزو سره مخ دي.

دى زياتوي: ((د نوى شبکې په جوړېدو سره به زموږ د ډېرو خلکو د بې برقۍ مشکل حل شي خو هيله لرم چې دغه پروسه په شفافه توګه ترسره شي.))

همدارنګه د هلمند د ولايتي شورا غړي ګل اغا مسلم وويل، يوه ډله بايد وګومارل شي څو د دې پروژې د چارو او کيفيت له ښه والي څارنه وکړي.

نوموړي د ولايتي شورا له لوري ډاډ ورکړ چې د دې پروژې له اړوندو چارو به جدي څارنه کوي.

د يادونې ده، د هلمند د ١٢ ولسوالۍ له ډلې يواځې د ګرشک ولسوالۍ ډېرې سيمې امن دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.