لښکرګاه (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د يوې نوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ١٢زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
د يادې شبکې د پرانيستو په مراسمو کې د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع وويل چې په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د دې نوې شبکې په فعاليدو سره به د برېښنا د توليد کچه له ٣،٣ کيلوواټه شل کيلوواټ ته لوړه شي.
ده زياته کړه چې د دې شبکې اړوند څلور زره د برېښنا نوې پايې درېږي چې ١٢زره کورنيو ته به ترې برېښنا ورکړل شي.
قانع د يادې شبکې د لګښت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو زياته يې کړه چې لګښت يې د برېښنا رياست له لوري ورکول کېږي.
هغه دا هم وويل چې په تېر کال کې دوى د برېښنا له لګښته ١٧٦ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله شل سلنه زياتوالى ښيي.
دغه راز په دې غونډه کې د ګرشک ولسوالۍ يوه قومي مشر رحمت الله وويل چې د برېښنا د کموالي له امله دوى له ستونزو سره مخ دي.
دى زياتوي: ((د نوى شبکې په جوړېدو سره به زموږ د ډېرو خلکو د بې برقۍ مشکل حل شي خو هيله لرم چې دغه پروسه په شفافه توګه ترسره شي.))
همدارنګه د هلمند د ولايتي شورا غړي ګل اغا مسلم وويل، يوه ډله بايد وګومارل شي څو د دې پروژې د چارو او کيفيت له ښه والي څارنه وکړي.
نوموړي د ولايتي شورا له لوري ډاډ ورکړ چې د دې پروژې له اړوندو چارو به جدي څارنه کوي.
د يادونې ده، د هلمند د ١٢ ولسوالۍ له ډلې يواځې د ګرشک ولسوالۍ ډېرې سيمې امن دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن