د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پنځو وژل شوو پولیسو معلول پلار له بېوزلۍ کړيږي

د پنځو وژل شوو پولیسو معلول پلار له بېوزلۍ کړيږي

Apr 01, 2019 - 16:18

غزني ښار (پژواک، ١٢ ورى ٩٨): د غزني د ګيرو ولسوالۍ يو سپين ږيرى وايي چې پنځه زامن او د لور خاوند يې د پوليسو په ليکو کې د دندې پر مهال وژل شوي او يتيمان يې ده ته ور له غاړي دی خو حکومت ورسره تر اوسه مرسته نه ده کړې.

دغه سپين ږيرى نورمحمد نومېږي، د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په يوه خټين کور کې له کونډو او يتميانو سره يو ځاى ژوند تېروي.

هغه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېرو څو کلونو کې يې پنځه زامن او د لور خاوند د پوليسو په ليکو کې وژل شوي دي.

ده وويل: ((د محمد شريف په نوم د زوى خو مې بېخي مړى او ژوندى ورک دی، اخ، د شريف ورکېدو له هر څه پاتې کړم، سترګې او پښې مې کار نه کوي.))

نورمحمد زياتوي چې درې زامنو يې ودونه کړي وو خو دوه نور يې مجردان وو چې وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې اوسمهال ورته درې کونډې او ١٢ يتيمان پاتې دي او په خراب اقتصادي حالت کې ژوند تېروي.

ده زياته کړه: ((بېخي له ژونده مايوسه شوى يم، وضعيت مو سخت خراب دى، حکومت تر اوسه يوه روپۍ مرسته هم راسره نه ده کړې.))

دغه راز د وژل شوو پنځو پوليسو يواځېني ورور نېک محمد پژواک ته وويل چې د پنځو وروڼو مرګ او د پلار معلول کېدو سخت دردولى دى.

دى وايي: ((د يوه ورور د مرګ مې يوه مياشت نه وه پوره شوې چې بل ورور مې او د خور خاوند مې په پوسته کې د خپلو پوليسو له لوري و ويشتل شول؛ ځکه یادو پوليسو له طالبانو سره لار درلوده.))

د نېک محمد په وينا، د ښوونځي زده کوونکى دى خو د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو يې د ښوونځي ويلو مخه ډپ کړې ده.

دى هم وايي چې حکومت تر اوسه له دوی سره مرسته نه ده کړې او ژوند يې په خراب حالت کې تېرېږي.

بل لور ته د نورمحمد يوه ګاونډي اسدالله پژواک ته وويل چې د دې کورنۍ اقتصادي حالت ډېر خراب دى.

هغه وايي: ((د بازمحمد په نوم د پاڅونوالو يو قوماندان ورته يو وړوکى کور جوړ کړ خو د کور کارونه يې لا خلاص نه وو چې بازمحمد هم و وژل شو.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې له يادې او ورته نورو کورنيو سره اقتصادي مرستې وکړي.

په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې دغه کورنۍ له ستونزو سره مخ ده او تر اوسه ورسره اړينې مرستې نه دي شوې.

هغه زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې هر څه ژر له دې کورنۍ سره مرستې ترسره کړو.))

د يادونې ده، څه موده وړاندې هم پژواک په غزني کې د يوه سرتېري سليم مرکه خپره کړې وه چې د ماين د چاودنې له امله يې خپل يو لاس، دواړه پښې او دواړه سترګې له لاسه ورکړي وو.

د مرکې تر خپرېدو وروسته حکومتي مسوولينو، په کور دننه او بهر يو شمېر سوداګرو له سليم سره نغدي مرستې وکړې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement