ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو وژل شوو پولیسو معلول پلار له بېوزلۍ کړيږي

د پنځو وژل شوو پولیسو معلول پلار له بېوزلۍ کړيږي

author avatar
1 Apr 2019 - 16:18
د پنځو وژل شوو پولیسو معلول پلار له بېوزلۍ کړيږي
author avatar
1 Apr 2019 - 16:18

غزني ښار (پژواک، ١٢ ورى ٩٨): د غزني د ګيرو ولسوالۍ يو سپين ږيرى وايي چې پنځه زامن او د لور خاوند يې د پوليسو په ليکو کې د دندې پر مهال وژل شوي او يتيمان يې ده ته ور له غاړي دی خو حکومت ورسره تر اوسه مرسته نه ده کړې.

دغه سپين ږيرى نورمحمد نومېږي، د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په يوه خټين کور کې له کونډو او يتميانو سره يو ځاى ژوند تېروي.

هغه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېرو څو کلونو کې يې پنځه زامن او د لور خاوند د پوليسو په ليکو کې وژل شوي دي.

ده وويل: ((د محمد شريف په نوم د زوى خو مې بېخي مړى او ژوندى ورک دی، اخ، د شريف ورکېدو له هر څه پاتې کړم، سترګې او پښې مې کار نه کوي.))

نورمحمد زياتوي چې درې زامنو يې ودونه کړي وو خو دوه نور يې مجردان وو چې وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې اوسمهال ورته درې کونډې او ١٢ يتيمان پاتې دي او په خراب اقتصادي حالت کې ژوند تېروي.

ده زياته کړه: ((بېخي له ژونده مايوسه شوى يم، وضعيت مو سخت خراب دى، حکومت تر اوسه يوه روپۍ مرسته هم راسره نه ده کړې.))

دغه راز د وژل شوو پنځو پوليسو يواځېني ورور نېک محمد پژواک ته وويل چې د پنځو وروڼو مرګ او د پلار معلول کېدو سخت دردولى دى.

دى وايي: ((د يوه ورور د مرګ مې يوه مياشت نه وه پوره شوې چې بل ورور مې او د خور خاوند مې په پوسته کې د خپلو پوليسو له لوري و ويشتل شول؛ ځکه یادو پوليسو له طالبانو سره لار درلوده.))

د نېک محمد په وينا، د ښوونځي زده کوونکى دى خو د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو يې د ښوونځي ويلو مخه ډپ کړې ده.

دى هم وايي چې حکومت تر اوسه له دوی سره مرسته نه ده کړې او ژوند يې په خراب حالت کې تېرېږي.

بل لور ته د نورمحمد يوه ګاونډي اسدالله پژواک ته وويل چې د دې کورنۍ اقتصادي حالت ډېر خراب دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.