کابل(پژواک، ١٢ ورى ٩٨): سعودي عربستان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اته زره زیانمنو کورنیو سره د پنځوس زره کیلو ګرامه غوښې مرسته وکړه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د ماليي وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سعودي عربستان له افغانستان سره د پنځوس زره کيلوګرامه غوښې مرسته کړې ده.
سرچينه وايي چې په بېلابېيلو ولايتونو کې دغه مرستې پر سیلاب ځپلو، داخلي بیځایه شویو، بېرته راستنېدونکو، معلولینو او مستحقو کورنیو ويشل کيږي.
د یادې مرستې شوې غوښې د وېش په پرانیستغونډه کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي وويل چې دغه مرستې به پر مستحقو کسانو و وېشل شي.
د سرچيې د معلوماتو له مخې ياده مرسته شوې د وري غوښه به مالیې وزارت د نورو خیریه ټولنو په همکارۍ ۳ زره کیلو ګرامه په غزني، ۳ زره کیلو ګرامه په لوګر، ۵ زره کیلو ګرامه په فراه، ۵ زره کیلو ګرامه په هرات، ۵ زره کیلو ګرامه په هلمند، ۷ زره کیلو ګرامه په کابل، ۵ زره کیلو ګرامه په فاریاب، ۱۰ زره کیلو ګرامه په کندهار او ۷ زره کیلو ګرامه په ننګرهار ولایتونو کې پر اته زره مستحقو کورنیو ووېشل شي.
د یادونې ده چې سعودي عربستان هر کال د حج د قربانۍ غوښې د اضاحي پروګرام له لارې چې د اسلامي پراختیایې بانک له لوري اداره کیږي اسلامي هېوادونو ته لیږدوي چې سږ کال ۵۰ زره کیلو ګرامه یې افغانستان ته ورکړل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن