ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د ٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت يو پول جوړ شو

پلخمري کې د ٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت يو پول جوړ شو

author avatar
1 Apr 2019 - 17:28
پلخمري کې د ٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت يو پول جوړ شو
author avatar
1 Apr 2019 - 17:28

پلخمری( پژواک،١٢وری  ۹۸) : د بغلان په مرکز پلخمري کې د څه باندې ٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې زرګونو کسانو ته يې د تګ راتګ اسانتيا برابره کړه.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي  د وري په ۱۲مه  په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وويل چې حکومت  خلکو ته د خدمت  او اسانتیا برابرولو مسوولیت پر غاړه لري، خو خلک هم بايد په هره برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

والي وايي، بغلان کې له روانې جګړې سره سره بيا هم د بیارغونې کارونه ښه پر مخ روان دي.

دغه راز د بغلان د کلیو پراختیا ریيس اول خان احمدزي وويل چې  دغه پول ۴۲ متره اوږدوالى او ۹ متره سور لري.

ده وويل چې پر دغه پول ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګول شوي چې درې زره کورونيو ته يې د تګ راتګ زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه: ((د دغو سيمو خلکو مخکې ښار ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې درلودې، خو د دې پول په جوړېدو سره له غټ مشکل نه خلاص شول.))

همدارنګه د پلخمري ښار د کارته اتفاق سیمې اوسېدونکي عبدالدیان پژواک ته وويل چې د پله تر جوړېدو وړاندې دوى په نيم ساعت کې ښار ته رسېدل.

هغه وايي: ((اوس د دغې سيمې زرګونه کورنۍ يواځې په څو دقيقو کې ښار ته رسېږي.))

د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په دغه سيمه کې نورې پروژې هم پلې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.