چاريکار: (پژواک، ١٢ ورى ٩٨): د پروان ولايت په جبل سراج ولسوالۍ کې دوو لېوني سپيو د ښوونځي د ١٣ زده کوونکو په ګډون ٢٠ کسان داړلي دي
د جبل سراج ولسوالۍ د سرخ کلا سيمې يوه اوسېدونکي حاجي زلمي پژواک اژانس ته وويل چې درې ماشومان، څلور سړي او ١٣ زده کوونکي د داړل شوو په ډله کې دي.
هغه زياته کړه چې د ښوونځي ياد زده کوونکي يې ښوونځي ته د تګ پر مهال داړلي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه شل کسان د يادې ولسوالۍ د سرخ کلا، صحرا کلا، ميان ګذر، ګذر پايين، ګلبهار او ده بالا کليو اوسېدونکي دي.
د نوموړي په خبره چې داړل شوي کسان د درملنې په موخه کابل او د پروان روغتيايي مرکز ته وړل شوي دي.
د ده په وينا، لېوني سپي تر اوسه (نن غرمې) پورې نه دي وژل شوي او سرخ کلا غرو ته تښتېدلي دي.
د جبل سراج ولسوال سیف الله بیدار وويل چې د شپږو کسانو له داړل کېدو خبر شوى او يوه ډله يې ګومارلې چې دغه سپي له منځه يوسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن