فیض اباد(پژواک، ۱۳ ورى ۹۸): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې افغان ځواکونو نن سهار د پراخو عملياتو په ترڅ کې بېرته د ارغنجخواه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو ونيوله .
وسله والو طالبانو د وري په ٩مه ياده ولسوالۍ نيولې وه او امنيتي ځواکونو ته يې تلفات اړولي و.
د بدخشان د والي وياند نیک محمد نظري پژواک ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو نن سهار پنځه نيمې بجې ياده ولسوالۍ وسله والو طالبانو ونيوله .
د نوموړي په خبره، د ولسوالۍ په مرکز کې کور په کور تلاشي پيل شوې او وسله وال طالبان غرونو ته تښتېدلي دي.
دده په وينا، د ولسوالۍ د نيولو د عملياتو پرمهال وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په دې اړه جزييات په واک کې نه لري.
د هغه په خبره چې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن