جلال اباد (پژواک، ۱۳ وری ۹۸): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب د خپل ماين د چاودنې له امله له درې کوچنيو اولادونو سره وژل شوى.
د چارواکو په وينا، ياد وسله وال کس د ماين په جوړولو بوخت و چې چاودنه يې پرې کړې ده.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د وري په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه غړي په کور کې د ماين جوړولو پر مهال شوې.
د نوموړي په وينا، په چاودنه کې ياد وسله وال طالب له خپلو درې کوچنيو زامنو سره وژل شوى دى.
هغه وويل، وسله وال طالب غوښتل په خپل کور کې ماین جوړ کړي چې خپل ماین پرې چاودنه کړې .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن