ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د يوه لوى جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې

ګردېز کې د يوه لوى جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
2 Apr 2019 - 16:24
ګردېز کې د يوه لوى جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
2 Apr 2019 - 16:24

ګردېز (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه جامع جومات د جوړېدو کار پيل شو.

ياد جومات د ګردېز بالاحصار ته څېرمه د يوه پخواني جامع جومات پر ځای جوړيږي، چې شاوخوا ۹۰ کاله پخوانی و او د همدې نوي جومات لپاره شهيد کړای شو.

د پکتيا والي شمیم خان کټوازي د ياد جومات د کار د پيل پر مهال وويل چې حکومت د جوماتونو رغولو او جوړولو ته ځانګړی پام لري او سږکال به په ګردېز کې پر دې سربېره يو بل عيدګاه جومات هم جوړ شي.

ده زياته کړه، ياد جومات د ولسمشر غني د حکم پر اساس جوړيږي، چې يو بل جومات، د پوهنتون دوه ليليې، په دوه روغتونونو کې ناروغ لرونکو ته تمځايونه او انتظار خونې او يو ورزشي جمنازيم په کې شامل دي.

دى وايي: ((دلته له ډېر پخوا مسجد موجود و، د ټولو خلکو همدا غوښتنه وه چې په همدې تاريخي ځای کې يو عصري او لوی مسجد جوړ شي. د رييس جمهور د خاصې مهربانۍ له مخې په خپله د ارګ ټيم، چې د بنايي تصدۍ ور سره ده، په ګډه دلته راغلي او دغه ځاى يې د جومات لپاره انتخاب کړى دى.))

دغه راز د  پکتيا د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور پژواک ته وويل چې ياد جامع جومات په زر متره مربع ځمکه کې په دوه پوړونو کې جوړيږي، چې په يو وخت به په کې شاوخوا دوه زره کسان لمونځ وکولای شي.

هغه زياتوي: ((دا به ښه عصري جومات وي، د اوبو او برق منظم سيستم به ولري. ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې عصري او پراخ جوماتونه جوړيږي او مسلمانان په داسې اسوده او منظمو ځايونو کې د جمعې، اخترونو او نورو عادي ورځو لمونځونه ادا کوي.))

د ګردېز اوسېدونکي بيا غوښتنه کوي چې ياد جومات دې د پخواني هغه لرغونتوب ته په کتو په تاريخي سبک جوړ شي.

عبدالله وايي، د ورته نورو جوماتونو د رغونې او جوړونې په برخه کې د دولت پاملرنه غواړي.

نوموړي وويل: ((دا نقشه موږ وليده، ډېره ښه ده، په دوه منزله کې جوړيږي. داسې نور ښايسته جوماتونه هم بايد جوړ شي، په ولسواليو کې دې هم دولت يو، يو لوی جومات جوړ کړي. دا واقعاً ډېره ښه پروژه ده، بايد د ژمي لپاره هم اسانتياوې په کې په نظر کې ونيول شي.))

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په څو نورو ولايتونو کې هم د ورته جامع جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.