کندهار (پژواک، ١٣ ورى ٩٨): د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى د سولې په اړه د مشورو په موخه کندهار ولايت ته تللى دى.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې خليلزاد نن سهار د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، د کندهار والي حيات الله حيات، د زابل او کندهار د ولايتي شورا غړو، قومي مشران، مخور او مدني فعالان هوايي ډګر ته تللي دي.
نوموړى وايي چې خليلزاد له دغو کسانو سره د افغان سولې د روانو هڅو په اړه مشورې او خبرې کوي.
بلخوا سرچينې وايي چې خليلزاد د کندهار او زابل د ولايتي شوراګانو له استازو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ورور شاولي کرزي او نورو سره ليدلي دي.
ددې ليدنو جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
زلمى خليلزاد د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په لړ کې سيمې ته په شپږم سفر روان شوى او وړمه ورځ کابل ته رسېدلى دى.
هغه تر اوسه په کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجراييه ډاکتر عبدالله عبدالله، استاد سياف، د ښځو شبکې استازو او نورو سره ليدنې کړې دي.
ټاکل شوې وه، چې هغه نن پاکستان ته ولاړ شي، خو ځينې سرچينې وايي چې د ځينو ستونزو له امله پاکستان ته د نوموړي تګ ځنډېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن