ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا  وشوه

د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
2 Apr 2019 - 15:52
د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا  وشوه
author avatar
2 Apr 2019 - 15:52

ښرنه-پل علم(پژواک، ١٣ ورى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په پکتيکا او لوګر ولايتونو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا له امنيې قوماندانۍ څخه د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره شوي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې دطالبانو د يوه قوماندان عبدالرحمن په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي: ((دغو کسانو وخت ناوخته د اورګون ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې بريدونه کول چې اوس و وژل شول.))

سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پيرکوټي سيمې له اوسېدونکو سره هم خبرې وکړو، خو په دغه سيمه کې د مخابراتي شبکو د فعاليت د نه کولو له امله اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې هم پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي نن پژواک ته وويل چې تېره شپه د مرکز اړوند د پادخاب شانه په سيمه کې پر طالبانو هوايي بمبار شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي او وسلې يې له منځه تللې دي.

بل لورته د سيمې يو اوسيدونکي امير محمد هم پژواک ته وويل چې تېره شپه پر موټر سايکل سپرو طالبانو هوايي بريد شوى دى.

ده هم وويل چې دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي دي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.