کندهار، ترينکوټ (پژواک، ١٣ ورى٩٨: ) د کندهار – اروزګان ولايت پر لويه لاره د هوايي بريد له امله ١٥ کسان وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، وژل شوي کسان مسافر وو چې په يوه هوټل کې مېشت وو، خو امنيتي مسوولين او بهرني ځواکونه وژل شوي کسان وسله وال طالبان يادوي.
دا هوايي بريد تېره شپه د کندهار – اروزګان پر لويې لارې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د سرخوبيد په سيمه کې پر يوه هوټل شوى دى. دغه سيمه د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ته نږدې ده.
د ا روزګان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخي پژواک اژانس ته وويل، روغتون ته ۱۳ جسدونه راوړل شوي چې ٩ يې د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د ده د معلوماتو له مخې، دغه کسان تېره شپه سرخوبيد هوټل کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
دا روزګان د والي مرستيال عطاء الله فضلي چې نن تر غرمې وروسته روغتون ته ورغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې په ياد هوايي بريد کې د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه پر دې پېښې خواشيني څرګنده او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.
د عبدالرزاق په نامه د وژل شويو کسانو د کورنۍ يو تن غړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يې درې د تره زامن وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه کسان چې ډېرى يې د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو، غوښتل يې ايران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي، خو په لاره کې پرې شپه شوې وه او د سرخوبيد هوټل کې مېشت شوي وو.
خو په سوېل کې د ٢٠٥ قول اردو مطبوعاتي مسوول تورن صادق عيسى پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د کشفي معلوماتو له مخې، په شاه وليکوټ کې هوايي بريد شوى، چې په ترڅ کې يې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي هم وژل شوي کسان وسله وال مخالفين ياد کړل.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان په دې اړه ويلي، د سرخوبيد اړوند په سبزل کلي کې ایساف ځواکونو د وسله والو پر یوه مرکز بمبار کړی، پنځلس وسله وال وژل شوي، چي د ملا عزت په نوم د یوه قوماندان مرستیال عبدالصمد او د احمدشاه همت په نوم یو ډلمشر هم په کې شامل دي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن