پل علم (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د لوګر د ملي امنيت رياست کارکوونکو د دغه ولايت د پوهنې رياست مالي مدير د اداري فساد په تور نيولى دى.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ملي امنيت رياست کارکوونکو د پوهنې رياست ماليي مدير فريد صالحي د ادراي فساد په تور نيولى دى.
هغه وايي چې نوموړى په اسنادو کې د جعل او تذوير په تور نيول شوى او دا مهال له ملي امنيت سره دى.
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو د پوهنې رياست يو تن کارکوونکى د اداري فساد په تور نيولى دى.
هغه په دې اړه نور معلومات وړاندې نه کړل.
خو د پوهنې رياست يوې سرچيني د نوم نه خپرولو په شرط ياده موضوع پژواک ته تاييد کړه او ويې ويل چې د فريد صالحي له نيول کېدو وروسته د رياست نورو کارکوونکو د اعتراض په توګه د رياست دروازه د مراجعينو پرمخ تړلې ده.
بل لورته د لوګر د پوهنې رياست چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن