جلال اباد (پژواک، ١٣ ورى ٩٨) : په ختيځ کې د سېلاب قول اردو وايي چې د توپچي او هوايي بريدونو پر مهال دداعش ډلې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.
د سيلاب قول اردو له خوا د وري په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره ورځ د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې چې له توپچي او هوايي ځواک څخه کار اخيستل شوى، په ترڅ کې يې ١٣ داعش وسله وال وژل شوي .
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د سيلاب قول اردو وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په يادو سيمو کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ٥٥ وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخيستى او خپلې وسلې يې هم تسليم کړې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن