د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا کې شاوخوا پنځلس دولتي رياستونه او ادارې ودانۍ نه لري

پکتيا کې شاوخوا پنځلس دولتي رياستونه او ادارې ودانۍ نه لري

Apr 02, 2019 - 15:30

ګردېز(پژواک، ١٣ ورى ٩٨): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې لا هم ګڼ شمېر رياستونه په کرايه کورونو او مارکېټونو کې خپلې اداري چارې مخته وړي .

په دغو رياستونو او ادارو کې د کډوالو، کار او ټولنيزو چارو، ترانسپورټ، د کانونو او پټروليم، بهرنيو چارو، اوبو او انرژي رياستونه، د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون، کرکټ بورډ، فوټبال فدراسيون، د چاپېريال ساتنې، پاسپورټ مديريت، د نفوسو د احوال ثبت اداره او  درې امنيتي حوزې شاملې دي.

د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دې حالت نيوکه کوي او وايي چې د ښې حکومتولۍ لپاره بايد په مرکز او ولسواليو کې ادارې په منظم ډول په خپلو مشخصو ودانيو کې فعاليت وکړي.

د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي چې هره دولتي اداره بايد د خپلو رسمي چارو د مخته بيولو لپاره خپله ودانۍ او مشخص دايمي ځای ولري.

ځاځي وويل چې د پکتيا په ډېری ولسواليو کې هم د مهمو ملکي او نظامي ادارو څانګې خپل فزيکي ځايونه نه لري، چې دا چاره هم پر ښې حکومتولۍ ناوړه اغېز لري.

دی وايي: ((هره اداره چې دلته کار کوي، اول بايد ځان ته ځای پيدا کړي، بيا نورو ته کار وکړي؛ که دوی د ځان لپاره ځای نه لري، نو نورو ته به څه کار وکړي.))

د لويې پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال الدين اصف خېل د زون د مرکز په توګه په ګردېز کې د ځينو مهمو دولتي ادارو د اړينو ودانيو او لازمو اسانتياوو نشتون د شرم وړ بولي او د دې کار يو لوی لامل د پخوانيو چارواکو ناغېړي يادوي.

اصف خېل وايي چې د ودانيو او مشخصو ځايونو نشتون خلکو ته هم ستونزې جوړې کړي او له يوه ځايه بل ته د يوې ادارې د لېږد پر مهال د اداري اسنادو او نورو توکو د خرابېدو ګواښ هم شته دى.

اصف خېل وويل:((د پکتيا ځينې مهمې ادارې، چې هغه بايد خلکو ته ډېر ښه خدمات وړاندې کړي، له بده مرغه تر دې مهاله خپله ودانۍ نه لري او د ګردېز ښار په ځينو مارکېټونو کې خپلې چارې مخته وړي. تاسو پوهېږئ چې د ښې حکومتولۍ يو اصل دا دی چې بايد اداره په ټولو اړينو وسايلو سمبال وي او منظمې ودانۍ ولري.))

د يادو رياستونو او ادارو له ډلې د پکتيا د کډوالو چارو رييس عبيدالله مرهوني وايي چې د ودانۍ نشتون لويه ستونزه ده او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې لوی خنډ دی.

مرهوني پژواک ته وويل:((واقعا دا لويه ستونزه ده او په خدماتو او کارونو ناوړه تاثير لري. موږ د والي صيب په امضا پيشنهاد وزارت مقام ته وړی، دوی هم په پلان کې لري چې سږکال له خيره د پکتيا د کډوالو رياست تعمير پيشنهاد کړي، تمه ده چې دا تعمير سږکال منظور شي.))

ولايتي اداره وايي چې په ګردېز کې د ځينو ادارو د فزيکي شتون او د هغوی د ودانيو په اړه په تېر کې ناغيړي شوې او اوسمهال يې هڅې پيل کړې چې ټولې دولتي ادارې خپلې ودانۍ ولري.

د والي وياند عبدالله حسرت وايي: ((تېرو کلونو کې د پکتيا اداراتو ته حتی ودانۍ نه وې جوړې شوې، چې دا په خپله پر ښې حکومتولۍ او د خدماتو په عرضه کولو باندې کافي منفي تاثيرات لرلی شي. موږ هڅه کړې چې ادارې خپلې ودانۍ ولري، په تېر يوه کال کې يوولس، دولس دولتي اداراتو ته ودانۍ جوړې شوې دي.))

د يادونې ده چې د پکتيا ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې دولتي ادارې ودانۍ نه لري چې مراجعين او کارکوونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement