ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : په فاریاب کې ۱۱ طالبان وژل شوي

چارواکي : په فاریاب کې ۱۱ طالبان وژل شوي

author avatar
2 Apr 2019 - 16:05
چارواکي : په فاریاب کې ۱۱ طالبان وژل شوي
author avatar
2 Apr 2019 - 16:05

میمنه (پژواک، ۱۳ وری ۹۸): د فاریاب امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې  طالبانو پر مرکز د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د دې ډلې د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن محمد حنیف رضايي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې د مولوي حسن په کور عملیات کړي چې له امله یې مولوي حسن او د نوموړي ۱۰ کسان وژل او پنځه نور یې ژوندی نیول شوي دي.

یوې معتبرې امنیتي سرچینې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل، په دغو عملیاتو کې زیات شمېر مخالفین نیول شوي، خو بهرنیانو ترې پنځه تنه د لومړۍ لوا سرتېرو ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د تېرې شپې په عملیاتو کې د طالبانو د مهم قوماندان مولوي خلیل په ګډون او ۱۰ طالبان سربېره ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او د مولوي خلیل ورور ملا جلیل ژوندی نیول دی.

په شاخ سیمه کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د جواز بازار په سیمه کې د بهرنیو او افغان سرتېرو په شپنيو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د حاجي عسل بارکزي د کورنۍ ۸ غړي وژل شوي او امنیتي ځواکونو ۱۶ طالبان او ملکي وګړي میمنې ښار ته وړي دي.

د ده په خبره، د نظامیانو ادعا ناسمه ده. په دغو عملیاتو کې مولوي خلیل نه دی نیول شوی، بلکې ورور یې خلیل ترکمن چې یو قومي مشر دی بهرنیانو له ځان سره بیولی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، عسل بارکزی چې د طالبانو مشر بلل شوی عادي کس و چې یوه میاشت مخکې د ناروغۍ له امله مړ شو، د نوموړي کور د مولوي خلیل په ګاونډ کې موقعیت درلود چې تېره شپه پرې هوايي برید شوی دی.

شاخ سیمه چې د قیصار ولسوالۍ سوېل لوېدیځ لوري ته په يو کیلو مترۍ کې پرته ده ستراتیژیکه سیمه او په فاریاب کې د طالبانو اصلي مرکز شمېرل کېږي، د دې ډلې عمومي زندان هم دلته موقعیت لري او د ناستو سیمه یې ده،  یاده سیمه درې کاله مخکې د دولت له کنټروله ووتله.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې امریکایانو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې د استوګنې پر یوه کور هوايي برید کړی او د دوو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

نوموړي لیکلي، بهرنیانو د کلي شپږ اوسېدونکي له ځان سره بېولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.