ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د سپین بولدک لار دې ۲۴ ساعته پرانیستې وي

سوداګر: د سپین بولدک لار دې ۲۴ ساعته پرانیستې وي

author avatar
3 Apr 2019 - 12:15
سوداګر: د سپین بولدک لار دې ۲۴ ساعته پرانیستې وي
author avatar
3 Apr 2019 - 12:15

کندهار (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د کندهار سوداګر وايي چې د سپین بولدک لار دې د صادراتو او وارداتو لپاره ۲۴ ساعته پرانیستې وې.

هغوی دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي چې باید حل لارې ورته ولټول شي.

سوداګرو په دې برخه کې خپلې غوښتنې او ستونزې په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ له چارواکو سره په یوې غونډې کې هم شریکې کړې.

د کندهار سوداګرۍ خونۍ مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، لکه څنګه چې پاکستان اعلان وکړ چې د تورخم لار به ۲۴ ساعته پرانیستې وې، د دغه ولایت سوداګر غوښتنه لري چې د تورخم په څېر دې د سپین بولدک لار هم ۲۴ ساعته پرانیستې وې.

د ده په خبره، په دې توګه به هغه سوداګریز توکي په ځانګړې توګه سابه، لنده مېوه او نور چې له افغانستان څخه صادرېږي او یا له پاکستان څخه واردېږي، نه خرابېږي او پر وخت به رسېږي.

نوموړي په کراچي بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل، د اپټا تړون له مخې د افغان سوداګرو هغه وارداتي توکي چې له بهرنیو هېوادونو پر دغه بندر راوړل کېږي، په نمونوي توګه به د ټول جنس ۵ سلنه تشریح کېږي.

خو دی وايي، په دغه بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو سل سلنه تشریح کېږي چې ټول توکي سره پاشل کېږي، کیفیت ته یې زیان رسېږي او بیرته په موټرونو کې بارېدل یې ډېر وخت اخلي.

دغه راز ده دا هم وویل چې کله دغه بندر ته په سوداګریزو توکو بار کښتۍ را رسېږي نو د افغان سوداګرو اموال تر ټولو وروسته را کښته کېږي چې دا هم یوه ستونزه ده.

د کندهار د وچې مېوې ټولنې مشر حاجي عبدالله وويل، پاکستاني موټر چلوونکي د دوی د صادراتي توکو د لېږد پر مهال په خپلو موټرونو کې قاچاق کوي چې د افغان سوداګرو د نوم بدۍ او زیان سبب کېږي.

دی وايي، ټول هغه توکي چې له افغانستان څخه پاکستان او هند ته صادرېږي، په چمن کې د پاکستاني ګمرک له خوا کتل کېږي، خو کله چې پر دغو توکو بار موټر د چمن له کوږک غره تېر شي، موټر چلوونکي په کې ځیني قاچاقي توکي باروي.

 

نوموړی غوښتنه کوي چې پاکستانی لوری دې دغه ستونزه حل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.