ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق مخنیوی کوي

طالبان د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق مخنیوی کوي

author avatar
3 Apr 2019 - 16:01
طالبان د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق مخنیوی کوي
author avatar
3 Apr 2019 - 16:01

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخه نيولې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په شمالي ولسواليو کې واکسيناتورانو ته ويلي چې ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق نه کړي.

باغران، نوزاد، واشير، کجکي، موسى کلا او ګرشک د هلمند شمالي ولسوالۍ دي.

هغه وايي: ((هغه سيمې چې له حکومت سره دي، هلته مشکل نشته، خو کومې سيمې چې کنټرول يې له طالبانو سره دى، هلته يې د واکسين مخه نيولې ده.))

د ځواک د معلوماتو له مخې، د واکسين د مخنيوي اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى خو حکومتي چارواکو يې د حل لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

دغه راز د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدلاحد حازم پژواک ته وويل، دوی هم خبر شوي چې په ځينو سيمو کې د واکسين د تطبيق مخه نيول شوې خو په رسمي ډول تر اوسه چا ورته څه نه دي ويلي.

ده وويل چې عامه روغتیا يو غير سياسي ارګان دى هېڅ ډله يې بايد پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

په ورته وخت کې د هلمند اوسېدونکي محمد عمر پژواک ته وويل چې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخه بايد په هېڅ صورت ونه نيول شي؛ ځکه دا يوه نه جوړېدونکي ناروغي ده.

هغه زياته کړه: ((که د دغه واکسين مخه ونيول شي، ډېر ماشومان به فلج اخته شي، زه له طالبانو نه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې هېڅ مشکل جوړ نه کړي.))

بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه د واکسين د بندولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېر کال په هلمند کې د ګوزڼ (پوليو) څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.