جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ۹۸):د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې يو مهم قوماندان او د هغه څلور ملګري وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، پر يادو وسله والو باندې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په وسيله بريد کړی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو سوارو بند سيمه کې تېره شپه دولت پلوه ځواکونو د داعش پر يوه پټنځای د بې پيلوټه الوتکې په وسيله بريد کړی دی.
نوموړی وايي، د بريد په ترڅ کې د داعش ډلې مهم قوماندان مولوي سليمان له څلورو نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوى.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې د داعش ډلې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خوږياڼي ډاډ ورکړ چې د بريد پرمهال په سيمه کې امنيتي مسوولينو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ هم ددغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال تر لسو زيات داعش وسله وال وژل شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ پوليسو هغه څلور کسان نيولي چې څو ورځې وړاندې يې جلال اباد ښار کې د يوه صراف په وژلو کې لاس درلود.
ننګرهار امنیه پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، پولیسو يې تېره شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د روح الله په نوم د یو صراف چې درې ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې وژل شوی و، د نوموړي قاتل له درې نورو ملګرو سره یو ځای ژوندی ونیول شو.
دی زياتوي، د عملیاتو پر مهال پولیسو هغه ریکشا چې په کې قاتل د پېښې له ځای څخه تېښتدلی و، د ملي اردو او ملي پولیسو یونیفورم، وسلو او تجهیزاتو سره یو ځای تر لاسه شوې ده.
د قوماندان په وينا، له نیول شوو کسانو دا مهال تحقیقات جریان لري،چې له بشپړیدو وروسته به یې خلکو ته د رسنیو له لارې څېرې ښکاره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن