ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس د موسی تره خېل دوسیه څارنوالۍ ته لېږي

پولیس د موسی تره خېل دوسیه څارنوالۍ ته لېږي

author avatar
3 Apr 2019 - 14:35
پولیس د موسی تره خېل دوسیه څارنوالۍ ته لېږي
author avatar
3 Apr 2019 - 14:35

 

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): له توقیفه د موسی تره خېل د خوشي کېدو په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تره خېل دوسیه بشپړه شوې او ډېر ژر لویې څارنوالۍ ته لېږل کېږي.

پژواک په ولسي جرګه کې د کوچیانو د استازي ملاتره خېل محمدي د ورور موسی تره خېل د نیولو له خبر وروسته د وري په ۱۱مه یو راپور خپور کړ چې تره خېل په داسې حال کې له بنده خوشی شوی چې په اړه یې ډېر شکایتونه موجود دي.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ هغه مهال د موسی تره خېل د خلاصېدو په تړاو له جزیاتو ورکولو ډډه کړې وه.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې موسی تره خېل پر قتل، غلا، زورواکۍ، د  ځکمو پر غصب او باج اخیستو تورن دی، دوسیه یې بشپړه شوې او ډېر ژر لویې څارنوالۍ ته لېږل کېږي.

هغه زیاته کړه، د کابل امنیې قوماندانۍ ته هم د موسی تره خېل د بیا نیولو امر شوی دی.

د هغه په خبره، د ملاتره خېل پر دوسیه د لویې څارنوالۍ ملاحظه بشپړه شوې او په نږدې وخت کې به دغې اداره ته ولېږل شي.

نوموړي په دې اړه چې ولې موسی تره خېل خوشی شوی؟ څه ونه ویل، خو د کابل امنیې قوماندنۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیسو له دې امله موسی تره خېل په ضمانت خوشی کړ چې لویې څارنوالۍ یې دوسیه نیمګړې وبلله او هغه یې قبوله نه کړه.

هغه زیاته کړه، د موسی تره خېل د نیولو امر د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له خوا صادر شوی او امنیتي منسوبین یې عملي کوي.

خو د ولسي جرګې غړي ملاتره خېل محمدي او د نوموړي ورور موسی تره خېل پژواک خبري اژانس ته ویلي چې پر موسی تره خېل لګول شوي تورونه د نوموړي او کورنۍ په اړه یې دسیسه ده.

هغه زیاته کړه، ورور یې هېڅکله نه دی نیول شوی خو هر وخت چې امنیتي ځواکونه وغواړي هغه به ځواب ورکولو ته حاضر شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.