ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ يو سيمه ييز چارواکی د ځنګله په وهلو کې لاس لري

د کونړ يو سيمه ييز چارواکی د ځنګله په وهلو کې لاس لري

author avatar
4 Apr 2019 - 16:23
د کونړ يو سيمه ييز چارواکی د ځنګله په وهلو کې لاس لري
author avatar
4 Apr 2019 - 16:23

اسعد اباد (پژواک، ۱٥ وری ۹۸): پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې ثابتوي د کونړ يو سيمه ييز چارواکی هم د دغه ولايت د ځنګلونو په پرې کولو کې لاس لري.

په اسنادو کې په ډاګه شوې چې د دغه ولايت د مخابراتو رييس ډاکتر سيد محمد په نرنګ ولسوالۍ کې له يو شمېر سيمه ييزو نامسوولو وسله والو سره لاس يو کړی او د باډيل درې د ځنګله ونې وهي. که څه هم نوموړی د ولايت د يوه مکتوب په وسیله څارنوالۍ ته معرفي شوی خو د څو مياشتو په تېرېدو یې لا هم په اړه کوم اقدام نه دی شوی.

پژواک ته رسېدلي اسناد

د ترلاسه شوو اسنادو د يوه سند له مخې، د نرنګ ولسوالۍ د مقام له لوري د ۱۳۹۷ کال د دويمې میاشتې په نهمه نېټه د کونړ د کرنې ریاست، ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ ته یو مکتوب او ورسره په ضميمه کې د ځنګله په وهلو کې د شاملو کسانو یو لېست لېږل شوی او په کې لیکل شوي چې د باډیل د ځنګله پرې کول د هډوال کلي د مشرانو له لوري په ډېر بې رحمانه ډول دوام لري او باید مخه یې ونیول شي، په یاد لېست کې د کونړ د مخابراتو د رییس ډاکتر سید محمد نوم هم راغلی دی.

له دغه مکتوب وروسته بل مکتوب د کونړ د کرنې ریاست له لوري د کونړ ولایت مقام ته لېږل شوی او په کې ویل شوي چې د ځنګله وهل دوام لري او باید مخه یې ونیول شي. له یاد مکتوب سره د کونړ د مخابراتو د رییس او ورسره د پنځلسو نورو کسانو نومونه هم ضميمه دي چې د ځنګله پر وهلو تورن دي.

دغه راز د باډیل ځنګله د پرې کولو په اړه بل سند چې پژواک يې په لاس کې لري، هغه د نرنګ ولسوالۍ د خلکو له لوري یوه عریضه ده چې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري کليوالي شوراګانو ته شوې او د دوی دغه عریضه د کلیو د شوراګانو له خوا تایید شوې ده.

په دې عریضه کې لیکل شوي چې د باډیل د نښترو لوی ځنګل دوی له کلونو راهیسې ساتلی، خو اوس یې د هډوال کلي د زورواکو له لوري وهل په بې رحمانه ډول دوام لري. په یاده عريضه کې هم ادعا شوې چې د ځنګله وهونکو مشري د کونړ د مخابراتو رییس ډاکتر سید محمد کوي، د یادې عریضې یوه اړخ ته د نرنګ ولسوالۍ اوو کلیوالي شوراګانو هم لیکلي، چې نوموړی رییس او ملګري یې د ځنګله په پرې کولو کې لاس لري او په عریضه کې مهرونه او لاسلیکونه هم شته.

همدارنګه دغه عریضه بیا د نرنګ د ولسوال او د ولسوالۍ د انکشافي شورا د رييس له خوا تایید شوې او پرې د کونړ ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼي ولایت مقام ته لیکلي چې د خلکو یاده ستونزه دی هم تاییدوي او په دې برخه کې د عملي اقدام غوښتونکی دی.

په ۱۳۹۷/۰۹/۱۲ نېټه شوې یاده عریضه وروسته د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار په یاده عریضه کې د استيناف څارنوالۍ ریاست ته لیکلي چې په دې برخه کې قانوني اجراات وکړي.

یو بل سند د کونړ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې استعلام دی چې د یاد ولایت له ملي امنیت څخه په همدې تړاو معلومات غوښتل شوي او په ځواب کې یې لیکل شوي چې د باډیل ځنګل د هډوال د خلکو له لوري وهل کېږي.

د سيمې خلک او ولايتي شورا

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د باډيل درې اوسېدونکي شکايت کوي، سره له دې چې دوی په ځلونو ولايتي ادارې او اړوندو نور ادارو ته د دې ستونزې په اړه شکايت کړی، خو تر اوسه یې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

دوی دغه راز وايي، د کونړ استيناف څارنوالۍ ته هم دغه موضوع څو میاشتې مخکې محول شوې، خو نه په دې برخه کې کوم اقدام شوی او نه هم هغه کسان نیول شوي چې د ځنګله په وهلو کې لاس لري.

یوه قومي مشر عبدالقادر ساپي پژواک اژانس ته وویل چې دغه ځنګل د مخابراتو د رييس په مشرۍ يو شمېر وسله وال وهي او زیاتوي چې په دغه کار ټول ولايتي چارواکي خبر دي، خو ځانونه يې غلي کړي دي.

بل قومي مشر قاري نورالامین وايي، د باډیل د ځنګله په وهلو کې د مخابراتو د رییس او پنځلسو نورو ملګرو نومونه یې د ولسوالۍ، ولایتي شورا او نورو سیمه ییزو ادارو له خوا تایید شوي خو استيناف څارنوالي په دې برخه کې بې غوري کوي او دوی په یو او بل نوم غولوي.

د کونړ ولايتي شورا رييس ولايت خان مشواڼی هم وايي چې له ولايتي ادارې په دې برخه کې د ژر اقدام غوښتنه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((څوک چې په دې موضوع کې لاس لري، بايد ژر تر ژره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.))

د یاد ولایت مدني فعالان بیا وايي چې د ځنګلونو وهل له پخوا راهیسې دوام لري خو چارواکو د دغه کار د مخنیوي لپاره لا هم کوم اقدام نه دی کړی.

د کونړ یوه مدني فعال مطیع الله شهاب پژواک ته وویل، اته میاشتې وشوې چې د باډیل د ځنګله موضوع په څارنوالۍ کې پرته ده، خو په اړه یې اجراات نه کېږي.

د ولایتي ادارې بې غوري

د کونړ د کرنې ریاست د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په برخه کې ولایتي اداره پر بې غورۍ تورنوي.

یاد ریاست د ځنګلونو مدیریت مسوولین وايي چې دوی د باډیل ځنګله د وهلو له لومړيو خبر دي او هغه کسان یې پېژندلي چې د ځنګله پر وهلو تورن دي.

د کونړ د ځنګلونو عمومي مدیر مطیع الله صبور پژواک ته وویل، دغه ځنګل د هډوال کلي د زورواکو له لوري وهل کېږي، د مخابراتو رییس ډاکتر سید محمد د یادو زورواکو د قبیلې له ډلې دی او نوم یې هم په لېست کې شامل دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د باډيل د ځنګله ډېره برخه وهل شوې او اټکل دی چې د نښترو ۱۲سوه لويې ونې وهل شوې دي.

د کونړ د استيناف څارنوالۍ اقدامات

که څه هم د کونړ د استيناف څارنوالۍ مسوولين وايي چې اوس يې د مخابراتو د رييس اتهامنامه چمتو کړې او په نږدې ورځو کې به يې محکمې ته ولېږي. د یادونې ده، یادې ادارې ته د مخابراتو د رييس اړوند پر سپارل شوې قضيه مېاشتې اوښتې دي.

د کونړ د مرستيال والي له لوري د تېر ۱۳۹۷کال د نهمې مياشتې په ۱۲مه نېټه ياده قضيه څارنوالۍ ته لېږل شوې، د افغانستان د جزايي اجرااتو قانون په سلمه ماده کې لیکل شوي چې څارنوالي باید د جنحې مظنون قضیه حد اکثر په یوه میاشت کې محکمې ته محول کړي، خو یاده قضیه له درېيو مياشتو ډېره موده کېږي چې محکمې ته نه ده محول شوې.

د څارنوالۍ رییس عبدالحميد حيدري وايي، د مخابراتو د رييس په اړه يې اتهام نامه او صورت دعوا دواړه ترتيب کړي او په نږدې ورځو کې به يې محکمې ته ولېږي.

نوموړی زياتوي، د جزايي اجرااتو قانون د ۱۴۹مې مادې له مخې، څارنوال حق لري د جنحي د مظنون قضیه تر ۹۰ کاري ورځو پورې وغځوي.

د کونړ مرستيال والي ګل محمد بيدار هم مني چې د باډيل درې د ځنګله وهونکو په لېست کې يو رييس هم شامل دی چې قاچاقبرو ته د موټرو تېل او نور امکانات برابروي.

دی زياتوي چې د دې موضوع اړوند دوسيه په څارنوالۍ کې څېړل شوې او په دوو ورځو کې به محکمې ته د پرېکړې لپاره ولېږل شي.

هغه دا ډاډ هم ورکړ چې ولايتي ادارې سيمه تر کنټرول لاندې راوستلې، د ځنګله ټولې لارې تړل شوې او هېچا ته د لرګيو د انتقال او قاچاق اجازه نه ورکول کېږي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم بيا وايي، په ټوله کې د کونړ د ځنګلونو د خپلسرې وهنې د مخنيوي لپاره ولايتي ادارې يوه طرحه جوړه کړې او د ولسمشر له لوري منظور شوې هم ده او اوس يې د عملي کېدو چارې روانې دي.

د والي وياند وايي چې په دې طرحه کې د ځنګله ساتلو لپاره د ولسي شوراګانو جوړول، د ځنګله په شاوخوا کې پرتو خلکو ته د نوو ځنګلونو د رامنځته کولو لپاره د نيالګيو ورکړه او ځيني مسايل شامل دي.

د مخابراتو د رييس غبرګون

د کونړ د مخابراتو رييس سيد محمد مددزی بيا وايي، د ځنګله پر سر د دوو قومونو لانجه ده؛ دا چې دی د يوې ادارې رييس دی او په يوه قوم پورې اړه لري، نو بل قوم یې د بدنامولو لپاره په یاد لېست کې نوم ليکلی دی.

هغه وايي، له لسو کلونو ډېر وخت کېږي چې د نا امنۍ له امله خپل کلي ته نه دی تللی او پرې لګېدلي ټول تورونه ردوي.

د اټکل له مخې د باډیل ځنګله ته اوښتی زیان

د کونړ د لرګيو سوداګر وايي، د نښتر یوه لویه ونه په مرکز اسعد اباد ښار کې اتیا زره افغانۍ ارزښت لري چې له دغه حسابه نه یوازې د باډیل ځنګله د وهل شوو ونو بيه د اټکل له مخې نږدې سل ميلیونه افغانۍ کېږي.

د کونړ د ځنګلونو مديريت د معلوماتو له مخې، په باډيل دره کې نږدې ۱۲سوه لويې ونې اره شوې دي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، ځنګلونه د یو هېواد له ملي شتمنیو ګڼل کېږي او ساتنه یې د یو هېواد په ارزښت کې ډېر زیات رول لري.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین وايي، د یو هېواد عواید له کرنې، صنعت او خدماتو ترلاسه کېږي او ځنګلونه هم د عوايدو ستره برخه جوړوي.

د رسمي شمېرو له مخې، د کونړ ولايت مساحت څلور زره، اته سوه او پنځه ويشت کيلومتره مربع دی چې پنځه شپېته سلنه ځمکه يې ځنګلونو پوښلې ده.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.