ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې ښځو ته “د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ملي پروګرام” پیل شو

پکتیکا کې ښځو ته “د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ملي پروګرام” پیل شو

author avatar
4 Apr 2019 - 15:53
پکتیکا کې ښځو ته “د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ملي پروګرام” پیل شو
author avatar
4 Apr 2019 - 15:53

ښرنه (پژواک، ١٥ ورى ٩٨): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د کليو پراختيا رياست په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د (کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام) پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د کليو پراختيا رييس مومن خان وويل چې دغه پروګرام د هغو ښځو لپاره پيل شوى چې اقتصاد يې کمزورى او کورنى سرپرست ونه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام په چوکاټ کې د مېرمنو لپاره د حرفوي زده کړو تر څنګ نورې زده کړې هم ورکول کېږي څو خپلې اقتصادي ستونزې په خپله حل کړي.

دغه راز د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني وويل چې په دغه ولايت کې ښځو ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

هغه وويل: ((دغه شان پروګرامونه ډېر مهم دي؛ ځکه ښځو ته زده کړې ورکول کېږي او بيا د ځان لپاره خپله ډوډۍ پيدا کولاى شي.))

همدارنګه د پکتيکا اوسېدونکې کبرا محمدي وويل چې په دغه ولايت کې ډېرې ښځې لوستې نه دي نو بايد د حرفوي زده کړو زمينه ورته برابره شي.

نوموړې د ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره دغه پروګرام ډېر مهم وباله او ټينګار یې وکړ چې دغه پروګرام بايد لرو پرتو سيمو ته هم وغځول شي.

د پکتيکا د کليو پراختيا رياست چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د ياد پروګرام له مخې ښځو ته واړه پورونه هم ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.