ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​بغلان کې د ځینو سیمو ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

​بغلان کې د ځینو سیمو ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

author avatar
4 Apr 2019 - 17:04
​بغلان کې د ځینو سیمو ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
author avatar
4 Apr 2019 - 17:04

پلخمری (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): په بغلان کې د ښځو ډاکټرانو او په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی هغه څه دي چې ښځې يې له لومړنيو روغتيايي خدمتونو بې برخې کړې دي.

بغلان کې د ښځو د حقونو ملاتړې ادارې، ښځې فعالانې او د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکې وايي چې زرګونه داسې ښځې اوس هم شته چې لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

دوی پر روغتیايي سکتور نیوکه لري چې په لرو پرتو سیمو کې یې مېرمنو ته د روغتیایي اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عامه پوهاوى نه دى ترلاسه کړى.

په دې اړه په بغلان کې د بشري حقونو کمېسیون غړې راضیې نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې یې د ښځو د روغتیا په برخه کې لومړۍ اندېښنه په لرو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی دی.

نوموړې وویل: ((د بغلان ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې صحي مرکزونه د نشت په حساب دي چې له امله یې زرګونه مېرمنې د ولادت او نورو ناروغیو په درملنه کې له ستونزوسره مخ دي.))

دا وايي چې د همدغو روغتيايي مرکزنو د نه شتون له امله په بغلان کې ۴۵ سلنه مېرمنې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغې دا هم وويل: ((په بغلان کې سلګونه مېرمنې پر نشه روږدې دي خو په دغه ولایت کې یې د علاج لپاره ځانګړی روغتون نشته چې له امله یې هر کال د ښځو معتادینو شمېر هم لوړېږي.))

دغه راز د بغلان د لرې پرتې خوست ولسوالۍ اوسېدونکې زحل سیفي وايي چې په ټول بغلان کې د ولادي او نسايي برخې دوه متخصصې ډاکټرانې دي چې هغه هم په مرکز پلخمري کې فعالیت کوي.

دې زياته کړه: ((دلته په خوست کې هېڅ ښځينه ډاکتره نشته دى، دا يو لوى مشکل دى، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره.))

نوموړې وايي چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى وخت مېرمنې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدارنګه د نهرین ولسوالۍ اوسېدونکې نادره وايي چې د دغه ولايت د ښځو پر حالت زړه سوی په کار دی.

هغې وويل: ((د پلخمري ملکي روغتون ولادي څانګه په یوه کوچنۍ خونه کې په یو مهال څلور مېرمنې ته ولادت ورکوي چې له صحي پلوه ډېر خطرناکه دى.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.